افغان ولسمشر فساد کمولو په اړه نوې لارښوونې کړي

Image caption د ولسمشر کرزي په ۲۶ مخیز فرمان کې د ولسي جرګې، قضا او حکومت په ګډون د دولت ټولو ارګانونو ته په ټاکلو برخو کې د اجرااتو لارښوونې شوي دي.

افغان ولسمشر په دولت کې د فساد د کمولو او په ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کولو لپاره پراخې لارښوونې کړې دي.

ښاغلي کرزي په یوه فرمان کې ویلي چې له لویو بریاوو سره سره د حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، د قانونیت د ټینګښت او اقتصادي ځان بساینې په برخو کې لاهم له ستونزو سره مخامخ دی.

د ولسمشر کرزي په ۲۶ مخیز فرمان کې د ولسي جرګې، قضا او حکومت په ګډون د دولت ټولو ارګانونو ته په ټاکلو برخو کې د اجرااتو لارښوونې شوي دي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي په فرمان کې د اداري اصلاحاتو د رامنځ ته کولو او د فساد د مخنیوي، دواړو لارښوونې شوي، ځکه دا دواړه له یو او بل سره تړلي دي.

د خپل ۳۳ فقره یي فرمان په ترڅ کې ښاغلي کرزي د افغانستان له سترې محکمې غوښتي چې ټولې هغه دوسیې چې تر قضايي دوران لاندې دي، په تېره بیا له اداري فساد، د ځمکو له غصب او هغه څه سره چې زنځیري قتلونه بلل شوي تړلې په شپږو میاشتو کې فیصله کړي.

ښاغلي کرزي پر جګپوړو دولتي چارواکو هم غږ کړی چې د قانون ماتوونکو، مجرمینو او مفسدو کسانو ملاتړ ونه کړي، او عدلي او قضايي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې که یې څوک ولید چې دا کار کوي، د هغه دندې او موقف ته له پاملرنې پرته دې پر ضد قانوني ګام پورته کړي.

هغه همدا راز دغو چارواکو ته ویلي چې د کدرونو د استخدام او مقرریو په بهیر کې دې سپارښتنې او لاس وهنې نه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې د محکمو هغه حکمونه چې د عامه او خصوصي ملکیتونو د غصب په اړه وروستي شوي باید په دوو میاشتو کې په عمل کې پلي کړي.

لویې څارنوالۍ ته لارښوونه شوې چې به بندي خانو کې پراته کسان دې د اړوندو څارنوالیو له خوا په درېو میاشتو کې وڅېړل شي او له مادي دلایلو پرته دې څوک په توقیف ځایونو کې نه ساتل کیږي.

د فساد ضد ادارې ته لارښوونه شوې چې په شپږو میاشتو کې دې د خصوصي موسسو او دولتي چارواکو هغه شتمنې چې شکمنې برېښي و ارزوي او د پایلو په اړه دې ولسمشر ته خبر ورکړي.

ښاغلي کرزي دا لارښوونې یوازې څو اوونۍ له هغه وروسته کړي چې نړیوالو بسپنه ورکوونکو د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره د ۱۶ ملیارډ ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

افغانستان ته په تېرو لسو کلونو کې ملیارډونه لاره ورغلي، خو دغه هېواد لاهم د نړۍ په له تر ټولو خوارو هېوادنو کې راځي.

ښاغلي کرزي د مالیې وزارت ته لارښوونه کړې چې د دوو میاشتو په ترڅ کې دې د توکیو کنفراس د ژمنو د تعقیبولو طرحه جوړه او عملي کړي.

ورته مطالب