برېښنايي تذکرې به په نژدې وختونو کې ووېشل شي

Image caption ويل کېږي چې څوک د دغو پېژند پاڼو په برخه کې ټگي نه شي کولاى.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دوه میاشتې وروسته به د برېښنايي تذکرو وېش پیل کړي.

د چارواکو په وینا د دې کار د پلي کولو لپاره یې په ټول افغانستان کې ۴۰۰ ډلې یا ټیمونه ټاکلي دي.

د دغو تذکرو د وېش چارې د افغانستان د مخابراتو، ماليې، عدليې او کورنيو چارو وزارتونو د گډو هڅو په پايله کې ترسره کیږي.

افغان چارواکو وړاندې تر دې د برېښنايي تذکرو د وېش وخت د زمري میاشت ښوولې وه، خو د امکاناتو د نشتوالي له کبله دغه بهير وځنډېده او لا یې هم د وېش چارې نه دي پیل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي په وینا د برېښنايي تذکرو چارې په بشپړېدو دي او په هېواد کې به د دغو تذکرو وېش یوازې دوه میاشتې وروسته پیل شي:

"د کورنیو چارو وزرات د پلان له مخې د تلې په میاشت کې به د برېښنايي تذکرو وېش عملا پیل شي. دا د روان کال یو له سترو پروګرامونو نه دی. د دغه کار پر وړاندې کومه ځانګړې اندېښنه نشته او انشاالله موږ به یې په پلي کولو کې بریالي شو. موږ د ۴۰۰ ډلو یا ټیمونو په لرلو سره دغه پروژه په ټول افغانستان کې په برابر ډول پلې کوو".

د چارواکو په وینا په دغو پېژند پاڼو کې به د يوه کس ټولې کره ځانگړنې او ان د هغه د سترگو او گوتو نښې هم خوندي وي.

له همدې کبله ويل کېږي چې څوک د دغو پېژند پاڼو په برخه کې ټگي نه شي کولاى، او نه به څوک وتوانېږي چې تر يوې ډېرې پېژندپاڼې ترلاسه کړي چې ورسره به د گڼو ټگيو برگيو مخه هم ونیول شي.

داسې اندېښنې هم شته چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نا امنيو له امله ښايي د برېښنايي تذکرو وېش له ستونزو سره مخ شي.

ورته مطالب