ولسي جرګې پر تاجک پوله امنیت وغوښت

Image caption د تاجکستان په بدخشان ولایت کې وروستیو نا امنیو د افغانستان د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر استازي له تاجکستان سره پر پوله د امنیت د جدي ټینګولو غوښتونکي شول.

دوی وايي ښايي د دواړو هېوادونو پر پوله وروستۍ نا ارامۍ د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته هم وغځیږي.

د وروستیو پېښو او په تاجکي بدخشان کې د عملیاتو له امله دواړو هېوادونو د یو بل پر مخ خپلې ټولې پولې په موقت ډول وتړلې.

د تاجکستان په بدخشان ولایت کې وروستیو نا امنیو د افغانستان د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې دواړو هېوادنو د وسله والو مخالفینو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه خپلې ټولې پولې تړلې دي، د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي افغان حکومت باید د دواړو هېوادونو د ګډو پولو لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی سید حسین عالمي بلخي:

"د نا امنۍ ستونزې د تاجکستان په خوا کې هم پیل شوې دي او دا ستونزه ښايي په نژدې وخت کې ازبکستان ته هم خوره شي، چې له امله یې کېدای شي په هېواد کې د نا امنۍ یو نوی پړاو پیل شي او کلونه کلونه دوام وکړي، نو موږ باید د دغه نړیوال بحران ریښو ته ځیر و اوسو".

په تاجکستان کې ځینې سرچینې وايي د افغانستان د بدخشان ولایت ځینې سیمه ییز قومندانان د تاجکستان د حکومت له مخالفینو سره اړیکې او لاس لري.

ولسشمر کرزي هم تېره اوونۍ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په تیلي فوني خبرو کې ژمنه کړې وه چې له تاجکستان سره پر پوله به ډېر عسکر ودروي.

وړاندې تر دې تاجک چارواکو د اتو تنو افغانانو په ګډون د شاوخوا ۴۰ مخالفینو د نیولو خبر ورکړی وو.

دغه راز د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د لندن د اولمپیک لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره خپل سفر د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ د وروستیو نښتو له امله وځنډاوه.

د تېرې سې شنبې ورځې (جولای/۲۴) له اوربند سره سره لا هم په تاجکي بدخشان کې حالات کړکیچن دي، او پوځ هلته خپل عملیات پیل کړي دي.

ورته مطالب