د بي بي سي د پرېوتو ستورو په یاد کې

ټيک يو کال وړاندې زموږ د ارزګان خبريال په همدې ورځ ووژل شو. موږ تل هغه د يوه وتلي ژورنالست په توګه يادوو. امېد خپلواک غوښتل چې خپلو خلکو ته کره او پر وخت معلومات برابر کړي. اميد د خپلو همکارانو په منځ کې ځانګړی ځای درلود او موږ ټول غواړو چې هغه ياد کړو. خو اميد يوازینی خبريال نه دی چې بي بي سي له لاسه ورکړ. د ۱۹۹۴ د جولای په ۲۹مه د بي بي سي بل زړه ور خبريال په کابل کې هغه مهال وسله والو وواژه چې دنده يې ترسره کوله. د ژورنالېزم لپاره بله غميزه په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې د بي بي سي بل خبريال عبدالصمد روحاني په هلمند ولايت کې د جنايتکارو له لوري ووژل شو.
Image caption بي بي سي او د اميد خپلواک کورنۍ دواړو په دې تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه چې بالاخره ناټو ومنله چې احمد اميد خپلواک د دغې ټلوالې د يوۀ سرتېري په ډزو وژل شوى.

احمد امید خپلواک: ۲۰۱۱، د جولای ۲۸

احمد امید خپلواک په ۲۰۰۷ کال له زده کړې بشپړولو وروسته له پژواک خبري اژانس سره د فریلانس خبریال په توګه او بیا وروسته د رسمي خبریال په حیث کار پیل کړ.

هغه د ۲۰۰۸ په مې میاشت کې د بي بي سي له نړیوال خبري سرویس سره په اروزګان ولایت کې د خبریال په توګه کار پیل کړ.

پژواک خبري اژانس ته له مرګ مخکې د خپلواک وروستي دوه خبرونه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو له خوا د یوه لوی برید او د پولیسو پر مرکز د بریدونو په اړه وو.

۲۴ کلن امید خپلواک مور او پلار، یو مشر ورور او درې خویندې لري، چې له ارواښاد یوه ښځه او یو درې میاشتنۍ لور پاتې شوه.

احمد امید خپلواک هغه مهال ووژل شو، چې په اروزګان ولایت کې طالبانو د ملي رادیو تلوېزیون په ګډون پر درو حکومتي ودانیو هم مهاله بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې ټول ټال ۲۱ ولسي وګړي ووژل شول او تر ۳۸ ډېر نور ټپیان شول.

په وژل شوو کې ۱۰ ماشومان، درې پولیس او یو خبریال و.

افغان او ناټو ځواکونو پر برید کوونکو ځوابي بریدونه وکړل، چې په پایله کې ټول برید کوونکي ووژل شول، خو احمد امید خپلواک بیا د امریکايي پوځيانو په ډزو هغه مهال ووژل شو، چې د رادیو تلوېزیون د ودانۍ په پاکولو او چاڼیزو عملیاتو بوخت ول.

بي بي سي او د اميد خپلواک کورنۍ دواړو په دې تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه چې بالاخره ناټو ومنله چې احمد اميد خپلواک د دغې ټلوالې د يوۀ سرتېري په ډزو وژل شوى.

د افغانستان د څېړونکو د شبکې په نامه د يوۀ بنسټ له لوري په نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې په تېر جولاى کې د اروزگان په ولايت کې د طالبانو ځانمرگو بريدونو ته د ځواب ويلو پر مهال بهرنيو ځواکونو له تکتيکي صبر او زغم نه کار نه دى اخيستى او د سيمه ييز راديو تلويزيون د ودانۍ د بېرته رانيولو لپاره يې چې طالب بريدگر په کې ځاى پر ځاى شوي وو، بېړه کړې ده.

د رپوټ يوې چمتو کوونکې کېت کلارک له بي بي سي سره په خبرو کې وويل که چېرې د دغې ودانۍ په نيولو کې بيړه نه وه شوې نو احمد اميد خپلواک به نن ښايي ژوندى واى:

"داسې بريښي چې د کنډک قومندان چې لوړپوړى چارواکى دى وړاندې له دې چې مالومه کړي چې د راديو تلويزيون په ودانۍ کې د ننه کوم ولسي وگړى ايسار پاتې دى او کنه، له بريدگرو نه يې د ودانۍ د پاکولو پرېکړه کړې وه.

میرویس جلیل: ۱۹۹۴ د جولای ۲۹

خبریال میرویس جلیل په ۱۹۶۹ کال کابل کې زیږېدلی و، چې د ۱۹۴ کال د جولای پر ۲۹مه ووژل شو.

په داسې حال کې چې کابل د کورنیو جګړو د اور په لمبو کې و، میرویس جلیل د یوې زړې رادیو په مټ خبرونه اورېدل.

میلیونونو افغانانو د ۱۹۷۰ لسیزې له وروستیو راهیسې د جګړې ځپلي افغانستان په اړه خبرونه اورېدل. په دې وخت کې بي بي سي د کره خبرونو یوازینۍ خبري سرچینه وه.

تر هغه به د هېڅ کوم جنګي قومندان بریا نه منل کېده، چې بي بي سي به یې راپور نه وو ورکړی، او هېڅ خبري غونډه به تر هغه نه پیلېده، چې د بي بي سي خبریال به هلته نه و ورغلی.

میرویس د یوه ډاکټر زوی و، ښوونځی یې کابل کې لوستی او بیا له کورنیو جګړو له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ .

د فریلانس خبریال په توګه د کار له پیل وروسته میرویس جلیل له بي بي سي سره کار پیل کړ. هغه به تل د خبرونو راغونډولو لپاره بهر ته وتلو ته او د ګواښونو منلو ته خوښ و او د جګړې له لومړۍ کرښې به یې خبرونه ورکول.

میرویس جلیل له یوه ایټالوي خبریال سره د هغه وخت د افغانستان د لومړي وزیر ګلبدین حکمتیار مرکز ته ولاړ، د بېرته راستنېدا پرمهال یې د کابل په څنډو کې د څلورو مخ پټو ټوپکمارو له خوا ټکسي ودرول شوه، او دوی یې یوه بل ګاډي ته پورته کړل.

د جلیل په مرمیو ویشتل شوی مړی په سبا ورځ وموندل شو.

دا چې بي بي سي افغانستان کې خپل بې پرې ځای درلود، د میرویس جلیل د وژنې په اړه یې هره ورځ شکایت کاوه، خو د جګړې ښکېلو غاړو د هغه د وژنې پړه پر یوه او بل اچوله.

عبدالصمد روحاني: ۲۰۰۸، د جون ۷/۸

عبدالصمد (زوکړه: ۱۹۸۲ یا ۱۹۸۳)، (مرګ: ۲۰۰۸ د جون ۷/۸)

عبدالصمد روحاني افغان خبریال و چې د بي بي سي او افغان خبري اژانس پژواک سره یې کار کاوه.

نوموړی د ۲۰۰۸ د جون پر ۷ د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې نادرکه شو، خو په دا بله ورځ یې مړی په لښکرګاه کې وموندل شو.

Image caption طالبانو د هغه د وژنې ادعا رد کړې ده.

د بې پولې خبریالانو راپور ویلي وو چې ارواښاد روحاني ظاهراً شکنجه شوی او بیا درې ځلې ویشتل شوی دی.

روحاني په هلمند ولایت کې د بي بي سي پښتو څانګې ته کار کاوه، چې څو ځلې د بي بي سي له خوا یې کار ستایل شوی دی.

طالبانو د هغه د وژنې ادعا رد کړې ده.

د روحاني له تښتونې سره سم پر یوه ورځ په سومالیا کې د بي بي سي خبریال نصطح داهر وژل شوی و.

د اروښاد روحاني له وژلو سره جوخت افغان چارواکو ويلي وو چې د هغه قاتلين به ډير ژر تر موندلو وروسته د قانون منگولو ته وسپاري، خو په لښکرگاه ښار کې راغونډو شويو خبريالانو، شاعرانو او ليکوالانو په يوه خوله ويل چې افغان حکومت د هغه د قاتلينو په موندلو کې ناغيړي کوي.

ورته مطالب