افغان افسر ایران ته په جاسوسي محکوم شو

Image caption د تېر کال په ورستیو کې هم یو افغان وګړی ایران ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کال حبس محکوم شوی وو.

د سرحدي پولیسو یو افسر په لوېدیځ ولایت هرات کې یوه ګاونډي هېواد ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله تنفیذي حبس محکوم شوی.

سیمه ییزو چارواکو له خبریالانو سره په رسمي مرکو کې څه نه دي ویلي چې دغه افسر کوم هېواد ته جاسوسي کوله، خو یوې دولتي سرچینې بي بي سي ته ویلی چې دغه کس ایران ته د جاسوسۍ په تور له اسنادو او شواهدو سره نیول شوی.

چارواکي وایي دا حکم په ابتدایي محکمه کې صادر شوی او وروستی نه دی.

د هرات د ولایت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افسر وطن ته د خیانت او یوه ګاونډي هیواد ته د جاسوسۍ په تور ، د کورني او بهرني امنیت خلاف جرایمو د قانون د لومړۍ مادې پر بنسټ په ۱۶ کاله بند محکوم شوی.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري:

((سرحدي پولیسو یو افسر یوه ګاونډی هیواد ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله تنفیذي حبس محکم شو. د دې کس دوسیه د هرات ولایت د ابتدایې لومړۍ حوزې په محکمه کې په علني محکمه کې وڅېړل شوه.))

د تورن کس دوسیه د ابتداییه محکمې د کورنی اوبهرني امنیت د جرایمو د د یوان په علني غوڼده کې د ابتداییه محکمې د مشر غلام رسول منصور په مشرتابه څیړل شوې.

نوموړي هم خبریالانو ته ویلي چې د سرحدي پولیسو دغه افسر وطن ته د خیانت په تور محکوم شوی.

سره له دې چې چارواکي نه وایي چی دغه افسر کوم هیواد ته او څرنګه جاسوسي کوله خو یوه جګپوړي دولتي چاروکي چی نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل یاد شوی افسر ایران ته جاسوسي کوله. چارواکي وایي ده ته اورول شوی حکم وروستی نه دی او دی د استیناف غوښتنې حق لري.

د تېر کال په ورستیو کې هم یو افغان وګړی ایران ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کال حبس محکوم شوی وو.

چارواکو ویل ده په سیمه کې د بهرني او کورني پوځي تاسیساتو عکسونه هم اخیستل.

ورته مطالب