غزني کې اور د خیاطانو مارکیټ سوځولی

اور وژنونکی د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د غزني چارواکي وايي، چې یو اور وژونکی یې له دویم پوړه راپرېوتی او سخت ټپي شوی دی.

په غزني ښار كې تېر ماخوستن د بزازۍ په سيمه كې چې د ښار تر ټولو ګڼه ګوڼه سيمه ده اور لګېدلی چې د چارواكو په خبره له شلو تر دېرشو دوكانونه په کې سوځېدلي دي.

د رضا په نامه ددغه مارکیټ دویم پوړ تر نورو هغو ډېر سوځېدلی دی.

په مارکیټ کې د خیاطانو دوکانونه وو چې ډېری یې سوځېدلي دي.

د مارکیټ هټیوال وايي چې سخت مالي زیان ورته اوښتی دی.

یو خیاط محمد یوسف وايي: ''هېڅ پوی نه شوو چې اور څرنګه رامنځ ته شو، خو چېله خونې ووتم، لوګی مې ولید، ځان مې له دویم پوړه راوغورځاوه.''

نوموړی زیاتوي چې شاید اور د برېښنا او یا هم د غازو له کبله بل شوی وي.

د غزني امنیه قومندان زړور زاهد وايي اور تېر ماخوستن بل شو، د مهارولو لپاره یې دوی ډېرې هڅې وکړې.

نوموړی وايي که دا اور مهار شوی نه وای، شاید ورڅېرمه ټول دوکانونه او مارکیټونه به سوځېدلي وای.

د انځور حقوق BBCPashto
Image caption اور د قرآن کریم یو نابشپړه شوې نسخه هم سوځولې ده.

په دې مارکیټ کې د غزني د خطاطانو بنسټ هم دی.

ددغه بنسټ یو غړی قاري محمد شریف وايي چې اور ددوی ګڼ لیکلي اثار، تابلوګانې او خطي اثار وسوځول.

نوموړی وايي، چې په کابو څلوېښتو لیکل شوو اثارو کې د هغه قرآن کریم لیکل شوې نسخه هم ده، چې د ۲۰۱۳ کال لپاره یې چمتو کوله.

ورته مطالب