له دې وروسته والیان پر خپل سر سفر نه شي کولای

Image caption باميان والۍ حبيبې سرابي وويل چې تر دې سپارښتنې مخکې يې هم هغه مهال نورو ولايتونو ته سفرونه کول چې د سیمه ییزو ارگانونو اداره به يې خبره کړه.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو ادارې د دغه هېواد ټولو ۳۴ واليانو ته ليکلې سپارښتنه کړې چې د يادې ادارې له اجازې پرته نورو ولايتونو او ان پلازمېنې کابل ته سفرونه ونه کړي.

د سیمه ییزو ارگانونو اداره وايي يو شمېر سیمه ییزو خلکو ورته داسې شکايتونه کړي وو، چې گواکې واليان يې يو خوا بل خوا سفرونه کوي او اداري چارې يې وروسته پاتې کيږي.

يو شمېر واليان د دې پريکړې هر کلى کوي او وايي چې دوى پخوا هم د دغه بنسټ له خبرولو پرته سفرونه، نه کول.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو اداره وايي، د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو ورته سرټکونه کړې وه چې گواکې يو شمېر واليان په خپل سر له خپلو ولايتونو نورو هغو او پلازمېنې کابل ته سفرونه کوي.

د دغو نيوکو له ارزونو وروسته دغه بنسټ د هېواد ټولو ۳۴ واليانو ته ليکلې سپارښتنه وکړه چې نور د دغې ادارې له اجازې پرته نورو ولايتونو او پلازمېنې کابل ته سفر ونه کړي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو د ادارې وياند محمد بشیر بهرام بي بي سي ته وويل پر يو شمېر واليانو تور پورې شوى و چې گواکې نورو ولايتونه ته دومره سفرونه کوي چې اداري او دفتري کارونه يې وروسته پاتې کيږي چې په وينا يې په پایله کې يې زيان حکومت او ولس ته اوړي.

تر اوسه د سیمه ییزو ارگانونو د بنسټ د سپارښتنې په اړه د گڼو واليانو څرگندونې مخې ته نه دي راغلي خو د باميان والۍ حبيبې سرابي وويل چې نوموړې تر دې سپارښتنې مخکې هم هغه مهال نورو ولايتونو ته سفرونه کول چې د سیمه ییزو ارگانونو اداره به يې خبره کړه.

خو ښايي له ځينو سره پوښتنه پيدا شي چې که واليان له دغې سپارښتنې سر غړونه وکړي نو بيا د سیمه ییزو ارگانونو د ادارې وياند وويل چې دغه اداره د اساسي قانون په رڼا کې خپل ېو لړ قوانين لري:

د قانون له مخې به سرغړونکو واليانو ته "خبردارى ورکول کيږي، گوت څنډنه به ورته کيږي او په پاى کې به ولسمشرۍ ماڼۍ ته خبر ورکول کيږي" ځکه چې واليان په ولايتونو کې د ولسمشر استازي دي.

ورته مطالب