د وژل شوې نجلۍ کورنۍ عدالت غواړي

د انځور حقوق
Image caption ددغې نجلۍ کورنۍ په ولسي جرګې کې د تخار د استازي قاضي کبیر مرزبان د خور پر زوی تور لګوي چې جنسي تېری یې کړی دی او وروسته تر هغه چې له نجلۍ سره یې واده وکړ په مرموز ډول یې ووژله.

د هغې نجلې کورنۍ چې شاوخوا یو کال وړاندې په تخار کې جنسي تېری پرې وشو او ووژل شوه ادعا لري چې ددغې پېښې د لاملینو له خوا ګواښونه ورته شوي او په تخار کې یې کور سوځول شوی دی.

د نجلۍ مور او پلار کابل ته راغلي او د عدالت د ټینګېدو غوښتونکي دي.

د قرباني شوې نجلۍ مور چې وايي له خپل مېړه او اوو ماشومانو سره کابل ته راغلې او د عدالت ټینګول غواړي:

''یوه میاشت کیږي چې ولسمشرۍ ته مې عریضه مې ورکړې خو څوک یې ولسمشر ته نه وړاندې کوي، مارشال صاحب ته مې هم عرض وکړ چې ورکول شوی امر یې نه دي پر ځای شوی، خو څوک ما نژدې نه ورپرېږدي.

ولسمشر زموږ په حق څه وکړل، زه د خپلې لور وینې ګټم. زه د هغه کس په بندي کېدو خوښه نه یم چې نیول شوی، ځکه هغه د تالقانو د محبس یو عادي دوکاندار دی.''

دغه مېرمن وايي چې پر لور یې شاوخوا یو کال وړاندې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یوه غړي د خور د زوی له خوا جنسي تېری وشو، خو وروسته تر هغه چې نجلۍ له دې هلک سره نکاح وکړه نو په مرموز ډول ووژل شوه.

دغه مېرمن ادعا لري چې د ددې زورزیاتي د لاملینو له خوا ګواښل شوي او کور یې ورته سوځولی دی:

''وروسته تر هغه چې ما د تلویزیون له لارې خپل غږ پورته کړ، زما زوی یې راته بندي کړ، کور یې راته وسوځاوه، خپله یې بندي کړم او وهل ټکول یې راکړل. بیا هم چې کابل ته له خپل دوه میاشتني ماشوم سره راتلم د شپې له خوا ډزې راباندې وشوې.''

د نجلۍ سپین ږیری پلار وايي یوه بله لور او یو زوی یې د وسله والو او زور واکانو تر فشار لاندې زندان ته اچول شوي دي، هغه له ولسمشر کرزي او نورو چارواکو غوښتنه وکړه چې ددغې پېښې په تړاو عدالت ټینګ کړي:

''زه له ولسمشره غواړم چې زما زوی خوشې کړي او تورن کسان ونیول شي، زه نور وسه نه لرم او نه هم څه ویل غواړم، هر څه چې دا مېرمن وايي دا سم دي.''

د افغانستان د ولسي جرګې د غړي قاضي محمد کبیر مرزبان په خپل غبرګون کې پر دغې کورنۍ هر راز فشار او د هغوی ګواښل رد کړل. د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون چارواکي وايي ددې وژل شوې نجلۍ کورنۍ دوی ته هم عرض کړی خو وايي چې دغه پېښه زیاتو څېړنو او تحقیق ته اړتیا لري. خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، حکومت د جنسي تېریو او له هغې ډلې ددغې پېښې په اړه په جدیت سره ګام پورته کوي د ولسمشرۍ د دفتر یو ویاند سیامک هروي:

''په خواشنیۍ سره که دوی ویلي وي چې د ولسمشرۍ دفتر ته ورغلي، خو د ولمسشرۍ دفتر ته داس څوک نه دي راغلي، که داسې څه شوي وای نو له ارګ څخه به چا له دوی سره کتلي وای، او که موضوع ډېره جدي وای نو حتماً ولسمشر هم له دوی سره کتل.''

''خو چې اوس ستاسو له خوا دا موضوع مطرح شوې زه به ولسمشر ته ددغه پیغام لېږدونکی واوسم او هڅه به وشي چې له ولسمشر سره د دوی د ستونزو د بیانولو لپاره کتنه برابره شي.''

پر دغې نجلۍ جنسي تېری او وژنې پېښه چې تېر کال د بي بي سي له خوا خپره شوه د رسنیو د سر خبر شو او د حکومتي او بشري حقونو د ادارو پام ورواوښت.

دغه راز د تخار د رستاق ولسوالۍ خلکو هم په خپل غبرګون کې لاریونونه وکړل، خو زیاتره خلک په دې باور دي چې دغې پېښې ته هم د نورو جنسي تېریو د پېښو په شان ډېر پام نه دی شوی او د زور زیاتي اصلي لاملینو ته سزا نه ده ورکول شوې.

ورته مطالب