ایساف پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه جدي ګڼي

کونړ
Image caption ایساف وايي، پر کونړ د توغندیو موضوع به د افغانستان، پاکستان او ایساف ترمنځ په جوړېدونکې درې اړخیزه غونډه وڅېړل شي.

په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف ویاند په خپل اوونیز خبري کنفرانس یو ځل بیا د تېر په څېر پر کونړ د پاکستان له لوري د توغندیو له مسالې تر ډېره په څنګ تېرېده. خو دا یې ویل چې دغه مساله جدي ګني.

برید جنرال ګونتر کتز، په خپلو څرګندونو کې ویل، هڅه کوي د دریو اړخیزو او دوه اړخیزو غونډو په ترڅ کې پر افغان خاورې د پاکستان له لوري د توغندیو د ګوزارونو ستونزه حل کړي:

''موږ دغه بریدونه ډیر جدي ګڼو او له همدې امله موږ له پاکستاني او افغان چارواکو سره د پولې په دواړو غاړو کې د بریدونو په اړه خبرې کوو. موږ هڅه کوو، چې د دغه بریدونو لپاره عام هواری پیدا کړو او د بریدونو لاملونه هم ومومو. موږ کوښښ کوو، چې د پاکستان، افغانستان او ایساف په درې اړخیزه غونډه کې دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړو.''

پر کونړ د بریدونو په اړه د خبریالانو له پرله پسې پوښتنو سره سره د ایساف ویاند پر دې خبرې بیا بیا ټینګار کاوه، چې دغه ستونزه به د خبرونو لارې غوڅه کړي.

افغان حکومت پخوا ویلي، که پر افغان خاوره د پاکستان له لوري بریدونه بند نه شي، دغه مساله به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي، خو لا هم پر کونړ توغندیز ګوزارونه روان دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، پر کونړ بریدونه د یوې ورځې لپاره بند شوي وو، خو وايي اوس هم دغه ګوزارونه روان دي.

ښاغلی صدیقي وايي، افغان حکومت به له قانوني لارو د پاکستان بریدونو ته ځواب ورکړي:

Image caption پر افغانستان د پاکستان له سرحده بریدونو ځینې افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.

''د زمري په شپږمه د یوې شپې لپاره بریدونه درول شوي وو، خو بیا پیل شول او تېره شپه هم په دانګام ولسوالۍ راکټي بریدونه شوي. دولتي ادارې یو ځای کار کوي چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړل شي او بریدونه ودروي. افغان حکومت مسؤول دی او هر غبرګون به یې قانوني او مسؤولانه وي. قانوني لار یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دی، او هغوی دا موضوع تعقیبوي.''

له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان له خاورې پر کونړ سلګونه د توغندیو ګزارونه شوي او لسګونو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان ادعا کوي، چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ځواکونو بریدونه کېږي او دوی یې په ځواب کې پر افغان خاوره توغندي توغوي.

ورته مطالب