د ارزوګان جومات کې چاودنې مخکنی قاضي وواژه

اروزګان د انځور حقوق
Image caption د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت وايي چې ددغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د خیرو کاریز د سیمې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله ددغه مسجد ملا امام ووژل شو او څلور نور عام وګړي ټپیان شول.

وژل سوې ملا امام مولوی تاج محمد نومېږي چې ۶۵ کاله عمر یې درلود.

د والي د ویاند همت په خبره، پېښه نن سهار وختي شاوخوا پنځه بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې مولوي تاج محمد د جومات ورکولو څه وروسته د کور خوا ته روانیده.

د اروزګان امنیتي چارواکي وایي چاودنه په جومات کې د ننه د ریموټ کنټرول په مټ شوې.

مولوي تاج محمد د څه مودې لپاره د اروزګان ولایت په محکمه کې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله.

تردې دمه کومې وسله والې ډلې د هغه د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو د همغږۍ د مرکز مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوتک وايي چې د تېرې جمعې پر ورځ مازديگر مهال د سنگين ولسوالۍ د شکر شيلې په یو جومات کې د چاودنې له امله يو وسله وال طالب او دوه کوچنیان وژل شوي دي.

د ښاغلي هوتک په خبره چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه وسله وال طالب په دغه جومات کې ماین جوړاوه.

سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې دوو تنو وژل شوو کوچنیانو په دغه جومات کې د قرآن حفظ کاوه.

ورته مطالب