بدخشان یو امنیتي چارواکی د ناامنیو په تور نیولی

بدخشان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دوه میاشتې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي وو چې د کابل پاسپورت ریاست مرستیال یې د قتل او غلا په تور نیولی دی.

د بدخشان شهدا ولسوالۍ امنیه قومندان ددغه ولایت په ناامنیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

پر هغه تور دی چې د تاجکستان له اورپکو سره یې په سرحدي سیمو کې د ناامنیو په جوړولو کې همکاري کړې ده.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب بي بي سي ته وویل، نیول شوی امنیه قومندان وړاندې په ځینو ولسوالیو کې د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی وايي دغه چارواکی یې د تاجکستان له لوري افغانستان ته د هغه په اړه د ورکړل شوو معلوماتو پربنسټ نیولی دی.

بدخشان والي وویل، چې اوس د افغانستان حکومت د تورن په اړه د تاجکستان د حکومت د ادعاوو پلټنه کوي.

تر دې وړاندې هم تاجکستان په تاجکستان کې له وسله والو اورپکو سره د اړیکو په تور د اتو افغانانو د نیولو خبره کړې وه.

د بدخشان والي وایي تاجکستان پر ځینو نورو افغانانو هم ورته تور لګولی چې دده په خبره ملکي وګړي دي.

ښاغلي ادیب د هغو د شمېر او هویت په اړه څه ونه ویل خو وایې افغان حکومت په جدي توګه پدې اړه پلټني کوي .

شاه ولیي الله ادیب نیول شوی قومندان د اسلامي ګوند یو پخوانی غړی بولي چې دده په خبره په سیمه کې د ډېر نفود خاوند دی، خو دی وایي دا نیونه یې د ګوند له غړیتوب سره هېڅ تړاو نه لري.

د بدخشان شهدا ولسوالي له تاجکستان سره ګډه پوله نه لري.

دغه سیمه ییز امنیتي چارواکی څو ورځې وروسته تر هغه نیول شوی، تاجکي بدخشان کې حکومت د اورپکو ضد پراخ عملیات پیل کړي وو.

نوموړي وویل، تر اوسه پر هغه یوازې تور دی، او د حکومت له پلټنو وروسته به جوته شي چې رښتیا هغه له اورپکو سره تړاو لري او که نه.

تاجک چارواکو تر اوسه د څلوېښتو اورپکو د نیولو خبره کړې چې اته تنه یې افغانان ښودل شوي.

ورته مطالب