غزني کې طالب ضد بل "ولسي پاڅون"

Image caption طالبانو مقر کې د ځان خلاف د ولس د پاڅېدو ادعا، حکومتي تبلغيات بللي، خو له اربکيو سره یې تېره شپه نښته منلې ده.

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د حالاتو په اړه ضد او نقيض خبرونه رارسېږي.

د غزني والي موسى خان اکبر زاده هلته د ولسي پاڅون خبره کوي چې له سيمې نه د طالبانو د شړلو لپاره پيل شوى دى.

دى وايي د مقر خلکو هم په اندړو پسې چې د طالبانو له خوا د ښوونځيو تړنې قهرولي وو، په ورته اقدام لاس پورې کړ.

ښاغلى اکبر زاده وايي چې له خلکو سره په نښته کې تر نهو پورې طالبان وژل شوي او له سيمې نه وتلو ته اړ شوي دي.

د مقر اوسېدونکو هم له بي بي سي سره په خبرو کې تېره ورځ د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو خبر تاييد کړ، خو ويې نه ويل چې دا به پراخ ولسي پاڅون وي که څنگه. د مقر یو اوسېدونکى مو په غزني ښار کې د موټرو په اډه کې ومونده.

دغه اوسېدونکی وايي: ''پرون زموږ کلي ته نژدي په دولنه کې جنګ شوی و. ډیر بد حالات و. خلک رنګ رنګ خبرې کوي، نه پوهېږو چې دا د حکومت خلک دي او که خپله کليوال دي چې د طالبانو په مقابل کې را پورته شوي؟ تر اوسه معلومه نه خو په دغه جنګ کې یو طالب او دوه کلیوال مړه شوي.''

طالبانو په مقر کې د ځان خلاف د ولس د پاڅېدو ادعا، حکومتي تبلغيات بللي، خو په خپله وينا يې له اربکيو سره تېره شپه نښته منلې ده. دوى وايي له حکومت پلوو ځواکونو څخه يې پنځه تنه وژلي او وسلې يې ترې وړې دي.

د مقر ولسوالي د طالبانو يو مهم مرکز بلل کېږي چې ځينې ځايي اوسېدونکي يې سخت زور د واکمنۍ لامل بولي.

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکی وايي ''نه حکومت ته څوک خوشحاله دي او نه طالب ته. یو له یوې خوا فریب ورکوي بل له بلې خوا. که طالبان وايي چې زموږ پسې ولاړ دي خو والله که د هغوي چندان ملګري یوو. که حکومت وايي زموږ په لور ولاړ دی او خلک د طالبانو پر ضد را پورته شوي دوی خو د طالب له وېرې په بالښ سر نه شي ایښودی. حکومت دومره ځیرک نه دی لکه طالب".

له مقر نه وروستي خبرونه د تاوتريخوالي وينا کوي. د طالبانو مخالف ځواکونه وايي چې د طالبانو د شړلو جگړه يې دوه ورځې دمخه له کوه بند، شبنم گل او سنگ ياسي سيمو څخه پيل کړې چې لا هم روانه ده.

ورته مطالب