"د پاکستاني بریدونو په اړه باید ملي تصمیم ونیول شي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی رسول وايي د بریدونو په اړه د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې پاکستان سفارت ته په وار وار یادنه کړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول وايي له پاکستان څخه د افغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو د توغندیو بريدونو د مخنيوي لپاره ديپلوماتيکې هڅې ډېرې بريالۍ نه وې.

ښاغلي رسول نن چارشنبه د ملي امنيت له مشر رحمت الله نبيل سره د ولسي جرګې غړيو د بریدونو په اړه معلومات ورکول وویل، پاکستاني لوري سره د خبرو لومړى پړاو پاى ته رسېدلى دى. بل پړاو هغو هېوادنو سره خبرې دي چې موږ ورسره تړونونه لرو.

همدا راز د بهرنیو چارو وزیر نړیوالو ټولنو لکه د امنيت شورا او داسې نورو سازمانو د دغې مسلې رسولو یادونه هم وکړه.

ښاغلي رسول وویل د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته په وار وار یادنه کړې. ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزير سره د د دغو بريدونو په اړه خبرې کړي او د بندېدو غوښتنه يې کړې خو لا هم دغه بريدونه دوام لري.

هغه زیاته کړه "دیپلوماتیکې هڅې خپل حد لري. که موږ د دپيلوماتيکو هڅو له لارې ونه توانېږو چې يوې پايلې ته ورسېږو نو بايد د حل نورې لارې ولټوو او د حل نورې لارې ايجابوي چې افغانستان ملي تصميم ونيسي."

افغان وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ افغان سفير دا اندېښنه يو ځل بيا په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرينو چارو وزيرې حنا رباني کهر سره په یوې ځانګړې غونډه کې را پورته کړه.

تېره پنجشنبه پاکستان په لومړي ځل ومنله چې پر افغانستان توغندي ولي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل دا کار له افغان خاورې نه د ډزو په ځواب کې کېږي.

ویاند معظم خان بي بي سي ته وويل له کونړ او نورستان نه پر پاکستان بريدونه روان دي نو ځکه يې ځواکونو هغه په نښه کړې دي.

د افغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو د پاکستان له لوري د توغنديو توغولو د تېر کال راهیسې پيل شوي دي چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده او ډیر شمېر کسان یې د سيمې پرېښودو ته اړ کړي دي.

ورته مطالب