مشعل: په کابل کې مو ډله ييز بريد "شنډ کړ"

د انځور حقوق Reuters
Image caption حکومت وايي په دغه پېښه کې افغان امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زيان نه دی اووښتی.

افغان حکومت وايي هغه ډله ييز بريد يې شنډ کړی چې نن سهار ( پنجشنبه، ۲ اګست) وسله والو په پلازمېنه کابل کې پلان کړی وو.

د افغانستان څارګره اداره وايي هغه اته سره بريدګر يې وژلي چې غوښتل يې نن سهار وختي څرخي پله ته څېرمه پر يوه مهمه سيمه بريد وکړي.

وياند لطف الله مشعل بي بي سي ته وويل دغه کسان يې وړاندې له بريد کولو په يوه کور کې کلابند کړل او له څو ساعته جګړې وروسته يې له پښو وغورځول.

ښاغلي مشعل وويل په دغه پېښه کې افغان امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زيان نه دی اووښتی:

"دوی د راکټ، پيکا او کلاشينکوف په څېر وسلو سنبال دي او ځانمرګي واسکټونه ورسره دي. له دوی سره له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر هم شته چې د کلا په مېنځ کې ولاړ دی. په بريد کې عادي خلکو او د ملي امنيت کارکوونکو ته چې دوی يې کلابند کړي زيان نه دی رسېدلی."

خو وسله والو طالبانو رسنيو ته په استول شوې اعلاميه کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې دا ادعا چې ګواکې د وسله والو يو بريد يې شنډ کړی، رد کړې ده.

دوی ويلي دوی په کابل کې د بريد هېڅ پلان نه درلود او دا واقعيت نه لري.

په کابل کې وروستی ډله ييز بريد څو اوونۍ وړاندې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

دغه بريد د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ د قرغې ډنډ په يوه تفريحي هوټل کې وشو چې له امله يې ۱۵ کسه ووژل شول.

ورته مطالب