امنیتي ګواښونو پانګونه کمه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوداګرۍ خونې په وینا په افغانستان کې د پانګونو د کمېدو یو ستر لامل په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو د اعلان موضوع ده چې ډېری سوداګر یې د دغه هېواد د راتلونکې په اړه بې باوري کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د دغه هېواد د سوداګرو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښیي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي په وینا، په تېرو دریو میاشتو کې په ننګرهار، کندهار، هرات او یو شمېر نور ولایتونو کې لسګونه سوداګر له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

نوموړی وايي، دغه موضوع یې افغان حکومت او ملي شورا سره شریکه کړې خو کومه پایله یې نه ده لاسته راوړې.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د ښاغلي الکوزي سرڅرګندونې ردوي او وایي د سوداګرو پر وړاندې امنیتي ګوښونه نه دي ډېر شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د سوداګرو پر وړاندې امنیتي ګواښونه ډېر شوي او له همدې امله ځینې سوداګر خپلې پانګې بهر ته لېږدوي.

د هغه په وینا په وروستیو دریو میاشتې کې تر ۳۰ ډېر سوداګر د امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

"په هرات، کندهار او مزار ولایتونو کې ۳۳ پېښې لرو چې یا زموږ سوداګر تښتول شوي دي، یا ترې په زوره پیسې اخیستل شوي او یا هم وژل شوي دي. تېره میاشت په "کارته نو" کې د کوکاکولا د کمپنۍ یو خزانه دار وویشتل شو، دوه کسان ورسره ټپي شول او پیسې ترې واخیستل شوې. په هرات کې هم دغه ستونزې ډېرې شوي دي."

ښاغلی الکوزی وايي نا امني، په لویو لارو کې د سوداګور پر وړاندې ستونزې، پر افغانستان د پاکستان راکټي بریدونه او د ناټو بې تفاوتي هغه څه دي چې افغان سوداګر یې په دغه هېواد کې د پانګونې په اړه زړه نا زړه کړي دي.

د نوموړي په وینا د دغو امنیتي ګواښونو له امله ۵۰ سلنه سوداګرو خپلې پانګې له هېواده بهر لېږدولي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سوداګرو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو موضوع ردوي او وایي په تېرو څلورو میاشتو کې یې په کابل او هرات ولایتونو کې هغه کړۍ چې سوداګرو ته یې ګواښونه کول نیولې دي.

"موږ د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په هرات او کابل ولایتونو کې دوه درې داسې ډلې نیولي چې سوداګرو ته یې ګواښونه پېښول. دوی ته به سخته سزا ورکړل شي. موږ له دوی غوښتنه کوو هر ګواښ سره چې مخامخ کیږي، پولیسو ته دې خبر ورکړي".

د سوداګرۍ خونې په وینا په افغانستان کې د پانګونو د کمېدو یو ستر لامل په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو د اعلان موضوع ده چې ډېری سوداګر یې د دغه هېواد د راتلونکې په اړه بې باوري کړي دي.

ورته مطالب