افغانستان له ایران سره د خبریالانو ګډه ټولنه نه غواړي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د ايران سفارت دا هوډ وغندۀ چې گواکې ددواړو هيوادونو د يو شمير خبريالانو گټه ټولنه جوړول غواړي. د انځور حقوق BBC World Service

د يوشمير رسنيو د راپورونو له مخه په کابل کې د ايران سفارت يو شمير افغان خبريالان روژه ماتي او ميلمستيا ته بللي وو چې هلته د ايران او افغانستان د خبريالانو د گډ کور خبره هم ارزول شوې وه.

خو د افغانستان حکومت ددغه هوډ پر وړاندې کلک غبرگون پر ډاگه کړ، د ياد شوي وزارت مرستيال غلام نبي فراهي بي بي سي ته وويل چې سفارتونه او گاونډي هيوادونه نه شي کولاى چې په افغانستان کې ددواړو هيوادونو د يو شمير خبريالانو گډه ټولنه جوړه کړي:

''یو له ګاونډیو هېوادونو څخه پر یوه داسې کار لاس پورې کړی، چې د خبریالانو یوه اتحادیه جوړه کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر دا غوښتنه رد کړه او وویل چې هېڅ کوم ګاونډی هېواد دا حق نه لري چې د رسنیو په فعالیتونو کې لاسوهنه وکړي. موږ د حکومت په سطحه هم نه غواړو چې دا ډول ټولنه جوړه کړو او د مطبوعاتو ازادي سلب شي.''

خو په کابل کې د ايران سفارت له خوا د بلل شويو مېلمنو په کتار کې یوه کس، چې د خپل نامه له اخیستو یې ډډه کوله، بي بي سي ته وويل که افغان خبريالان له نور هيوادونو سره گډې ټولنې جوړوي نو له ايران سره به هم يوه ورته ټولنه جوړول ښه چاره وي:

''ممکنه ده چې له ايران سره يو گډ کور جوړ شي، که د هغه هيواد له ازادو خبريالانو سره گډې همکارۍ ولرو ښه خبره ده د بيلگې په ډول د پاکستان خبريالان څو ځلې دلته راغلي موږ ورسره په غونډو کې گډون کړى دى، په گډو مسايلو به خبرې کيدى، د گاونډيو هيوادونو له خبريالانو سره د گډو همکاريو زمينه زه په کلي ټول تايیدوم خو د افغانستان د قوانينو په اډانه کې.''

ښاغلي رحمتي ويل که افغان خبريالان د نورو هيوادونو له خبريالانو سره اړيکي لري نو له ايران سره به هم گټورى وي، خو په افغانستان کې د سويلي اسيا د ازادو رسنيو د بنسټ مشر ضياء بوميا وايي که له نورو هېوادونو سره اړيکي لري، نو ورسره د وينا د خپلواکۍ گډ ارزښت هم لري او دا هغه څه دي چې د نوموړي په وينا په ايران کې يې لا خوب هم نه دى ليدل شوى:

''هغه رسنۍ چې د ایران لوري ته ډېر تمایل او لېوالتیا لري، او داسې اندکونه شته، چې د ځینو رسنیو مالي ملاتړ د ایران له لوري کېږي، فکر نه کوم چې موږ دې پر دې وتوانېږو چې د حکومت په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ د مطبوعاتو د قانون او معیارونو پربنسټ یوه ازاده ټولنه جوړه کړای شو.''

ښاغلي بوميا وويل د سويلي اسيا د ازادو رسنيو په بنسټ کې ددغې سيمې اته هيوادونه راځي خو وايي په دغو هيوادونو کې د بيان د ازادۍ قوانين شته چې ددوى هڅو ته يو رنگ ورکوي،خو وايي په ايران کې ټول واک له مذهبي حکومتي مشرانو سره دى چې له خوښې پرته يې هېڅ نه شي خپرېدى.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ايران سفارت غبرگون هم را واخلو خو برياليتوب راسره ملتيا ونه کړه.

ورته مطالب