افغان ساتونکو خپل درې ملګري په ډزو وژلي

افغان پولیس د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په وروستیو کې د افغان پولیسو په لیکو کې د وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

د هلمند چارواکي وایي چې دوو افغان امنیتي پولیسو (ASP-Afghan Security Police) ددغه ولایت په مارجه ولسوالۍ کې خپل درې ملګري او یو ملکي کس په ډزو وژلي دي.

دغه پولیس د بهرنیو ځواکونو له خوا روزل شوي او له هغوی سره په امنیتي برخه کې کار کوي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي وایي چې دغه پېښه تېره ورځ وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې ددغو پولیسو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.

احمدي وایي چې له دوو برید کوونکو یې یو نیول شوی او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

دغه پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کېږې چې تر دې وړاندې په اروزګان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د جوړو شوو پولیسو یو قومندان ۱۴ ولسي وګړي په ډله ییزه ټوګه ووژل.

په دې وروستیو کې افغان پولیسو کې د وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې یوه تګلاه یې رامنځ ته کړې ده، چې له مخې نوي ګمارل کېدونکي پولیس باید د باوري سرچینو له لوري دوی ته وروپېژندل شي.

ورته مطالب