پغمان کې چاودنې اته ولسي وګړي ووژل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاودنه کابل ته څېرمه پغمان کې پر سړک شوې ده.

د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه د ولسي وګړو یو مینيبوس پر ماین ختلی، چې له کبله یې د چارواکو په وینا لږترلږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ځينې نور ژوبل دي.

سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي ماین له لیرې کنټرولېدونکی و، چې د سهار شاوخوا پنځو بجو وچاودېده.

چارواکو دا هم ویلي چې د چاودنې موخه د پولیسو یوه ګزمه وه، چې په وینا یې د ماین د ځای پرځای کېدو په تور یې یو کس نیولی دی.

که څه هم تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو معمولاً پر سړکونو وسله وال طالبان ماینونه خښوي.

په دې وروستیو کې افغان ځواکونو په ځینو ولایتونو کې پراخه چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د سې شنبې برید داسې مهال شوی، چې افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد لړۍ دوام لري، او له افغانستانه به بهرني جنګېدونکي ځواکونه د ۲۰۱۴ تر پایه ووځي.

ورته مطالب