''له عدلي ادارو د خپل حيثیت د اعادې غوښتونکی يم''

د افغانستان د ماليې وزير پر ده د لګېدلو تورونو د ردولو ترڅنګ د افغانستان له عدلي او قضايي ادارو نه د خپل حيثیت د اعادې غوښتنه وکړه.

ښاغلی زاخيلوال دغه څرګندونې له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې له هغو تورنو وروسته کوي چې ويلي دي د ماليې وزارت د هغو وزارتونو په کتار کې دی چې په فساد کې ښکېل دي.

عمر زاخيلوال وويل پر ده لګېدلي تورونه سياسي او شخصي بڼه لري او هر وخت د خپلو بانکي حسابونو په تړاو اختنو پوښتنو ته چمتو دی.

په وروستيو کې له فساد سره د مبارزې عالي اداري ويلي د نورو دولتي چارواکو ترڅنګ آن د ولسمشر کرزي د کابينې ځينې اوسني او پخواني غړي هم په فساد کې ښکېل دي.

ښاغلي زاخيلوال پر ده د لګول شويو تورنو په تړاو وويل، چمتو دی چې هرې ادارې ته يې په اړه حساب ورکړي.

ده د يوه عادي افغان په توګه د عدالت غوښتنه وکړه او له لويې څارنوالۍ يې وغوښتل چې په دې اړه هر اړخيزه پلټنه وکړي:

''وروسته تر هغه چې حقیقت وموندل شي، زه خپل حیثیت لرم، زما پر وړاندې له قانون څخه سرغړونه شوې، زه د مالیې د وزیر په توګه نه، بلکې د یوه وګړي په توګه حقونه لرم، زما د شخصي ژوند له پولې سرغړونه شوې، موږ پخپل هېواد کې نظام لرو، مراجعه ورته کوو او له همدغو ادارو خپل حقونه غواړو.''

ښاغلي زاخيلوال له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې له لوري ورکړل شوي او د يوه خصوصي تلويزيون له لوري خپاره شوي معلومات بې بنسټه وبلل او دا يې يوه سياسي لوبه وبلله.

ده وويل ځينې ځانګړې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ او رسنۍ لاس په لاس هڅه کوي چې زما پر شخصيت داغ ولګوي او هدف يې له دې لارې په توکيو کنفرانس کې زما د لاسته راوړنو پر وړاندې خنډونه جوړول دي.

د ماليې وزير هغه ګنګوسي هم رد کړل چې ګواکې غواړي د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ودرېږي، ده په روښانه ټکو کې وويل چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد نه دی.

عمر زاخيلوال داسې انګيري چې ګواکې ځينې ستونزې ده ته له همدې امله هم جوړې شوي دي.

له فساد سره د مبارزې عالي ادارې په وروستيو مياشتو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او وايي ان د ولسمشر کرزي د کابينې ځينې اوسني او پخواني غړي په فساد کې ښکېل دي.

ورته مطالب