کونړ کې ځانمرګو بریدونو یو افغان ۳ بهرني عسکر وژلي

د برید عکس د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption برید د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته شوی دی.

د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې پر امریکايي سرتېرو دوه ځانمرګي بریدونه شوي.

د کونړ سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې بریدونه نن سهار (چارشنبه/ اګست ۸) اسعد اباد کې د ولایتي شورا ودانۍ مخې ته پر پلي امریکايي سرتېرو شوي دي.

د کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

ایساف په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په ختيځ کې یې درې سرتېري د وسله والو په یوه برید کې وژل شوي.

بهرنیو ځواکونو د پېښې دقیق ځای او د وژل شوو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی.

خو په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د بریدونو په ځای کې یې د امریکايي سرتېرو مړي لیدلي دي.

د کونړ ولایتي شورا ودانۍ یوه لوی تبلیغي جومات ته څېرمه پرته ده چې لږ لیرې ترې د فیاض کمپ په نامه د بهرنیانو یوه پوځي اډه هم ده.

په کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، دغه ظاهراً بهرني پوځي سلاکان له اډې څخه مخ پورته پلی روان وو، چې د جومات له لوري پرې دوو ځانمرګو بریدونه وکړل.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ایساف وايي ختيځ کې یې درې سرتېري په یوه برید کې وژل شوي، خو هویت یې نه ښيي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې د کونړ برید کې د ۱۷ امریکايانو د وژنې ادعا کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دوو ملګرو یې پر امریکایانو د ګاډي په مټ ځانمرګي بریدونه کړي، چې په وینا یې درې ټانکونه یې بشپړ ویجاړ کړل.

طالبان وايي، ملګرو یې له وخت په ګټې اخیستو له ټانکونو د کوزو شوو امریکايي پوځيانو پر پلی ګزمې بریدونه وکړل.

وسله وال طالبان په برید کې د ولسي خلکو وژل نه مني، او وايي چې تر برید وروسته امریکايي پوځيانو ډزې وکړې، چې شاید په ډزو ولسي خلک وژل شوي او یا ژوبل شوي وي.

ورته مطالب