کرزي عنایت الله نظري سرپرست دفاع وزیر ټاکلی دی

ښاغلی نظري د انځور حقوق mod.gov.a
Image caption ښاغلي نظري لوړې زده کړې په حقوقو او سیاسي علومو کې بشپړې کړي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له لوري څارنپوه عنایت الله نظري د ملي دفاع د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی نظري مخکې د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی به دفاع وزارت ته د ولسمشر حامد کرزي له لوري د نوي ټاکل کېدونکي وزیر تر نېټې پورې خپله دنده مخته وړي.

ژوند لیک:

څارنپوه عنایت الله نظري په ۱۳۳۳ کال کې د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې زیږېدلی، او په ۱۳۴۱ کال یې تر ښوونځي بشپړولو وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوستی دی.

نوموړي د بلخ، چمتال ولسوالۍ، مزار شریف او کابل څارنوالۍ کې دنده ترسره کړې ده.

څارنپوه عنایت الله نظري یوه ورځ وروسته تر هغه سرپرست دفاع وزیر ټاکل شوی چې مخکني دفاع او بیا سرپرست وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ کابل کې له دفاع وزارت خپله استعفا اعلان کړه.

نوموړي له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې ژر یې استعفا ومني.

ښاغلی وردګ دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل، چې له ده څخه د ولسي جرګې له لوري د باور د رایې اخیستو پرېکړه له هېڅ راز څرګندونې کولو پرته د افغانستان تاریخ او خلکو ته پرېږدي.

نوموړي وویل: "دیموکراسۍ ته په پابندۍ د یوه هېوادوال په توګه، د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوی لرم، د پارلمان تصمیم ته په پام سره، د دفاع وزارت له څوکۍ خپله استعفا اعلانوم."

د روانې زمري میاشتې پر ۱۵ مه ولسمشر حامد کرزي جنرال عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي یوه ورځ وروسته تر هغه چې ولسي جرګې صلاحیت ترې واخیست، بېرته پر خپلو وزارتونو د سرپرستو وزیرانو په توګه وټاکل.

دواړه کسان د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې د رای اچونې د بهیر په پایله کې بې باوره اعلان کړل او له حامد کرزي یې د نویو وړ کسانو د ژر ورمعرفي کولو غوښتنه وکړه.

له دغو امنیتي چارواکو داسې مهال د ولسي جرګې له لوري د باور رایه اخیستل شوې، چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي لېږد لړۍ روانه ده.

جنرال عبدالرحیم وردګ لوړې پوځي زده کړې امریکا کې کړي دي، او په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان ددفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.

ورته مطالب