پاکستان د ترانزیتي تړون غونډه کې برخه نه اخلي

پاک- افغان ترانزیت
Image caption د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوار الحق احدي وويل پاکستان له افغان سوداگارو نه دسوداگريزو توکيو ضمانت غواړي چې په وينا يې کچه يې لوړه ده.

افغان حکومت وايي پاکستان له شاوخوا اتو مياشتو راهيسې په هغه جرگه گۍ کې برخه نه اخلي چې ددواړو هيوادونو د ترانزيتي تړون-ابتا- سره د تړلو ستونزو د هواري په موخه جوړ شوى دى.

د مشرانو جرگې استازو ويل د افغانستان او پاکستان په ترانزيتي تړون کې راغلي چې افغانستان د ټولو اسانتياوو په کارولو سره کولاى شي چې خپل سوداگريز توکي هند او چين هيوادونو ته وليږدوي.

خو وايي پاکستان دا کار نه دى کړى ،همدا راز سناتورانو ويل چې افغان گاډې له پېښوره مخکې نه شي تللى، خو د پاکستان گاډي په منظمه توگه د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا سره سوداگري کوي او په وينا يې د کال څلور ميليارده ډالر جيب ته غورځوي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوارالحق احدي ومنله چې تړون په بشپړه توگه نه دى پلى شوى نوموړي وويل پاکستان دوه ستونزې رامخې ته کړې دي يوه دا چې افغان سوداگر کله خپل توکي راليږدوي په ضمانت کې دې پيسې کيږدي چې کله يې توکي له هغه هيواده وويستل بيرته دې خپلې پيسې واخلي.

بله دا چې افغان گاډي پاکستان ته اوړي بايد دا ضمانت هم ورکړي چې گاډي به بيرته وباسي، پاکستان اندېښنه لري چې په افغانستان کې گمرکي محصول ښکته دى، نو هسې نه چې هلته وپلورل شي.

ښاغلي احدي وويل دا ستونزې هوارول غواړي خو وايي پاکستانى لورى د تړون د ستونزو هواروونکې جرگه گۍ ته نه حاضرېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي احدي ډاډ وښود چې په وروستيو کلونو کې له پاکستان سره د ترانزيت په برخه کې يو شمېر پام وړ پرمختگونه هم شوي.

خو سره له دې ښاغلي احدي ډاډ وښود چې په وروستيو کلونو کې له پاکستان سره د ترانزيت په برخه کې يو شمېر پام وړ پرمختگونه هم شوي دي.

نوموړي وويل د ۱۹۶۵ ميلادي کال د تړون له مخه افغان سوداگريز توکي له کراچۍ نه تر پيښوره په اور گاډي کې راليږدول کېدل، چې هم يې لگښت ډير وو هم توکي ورکيدل او هم له ځنډ او خنډ سره مخامخېدل خو وايي اوس افغان توکي په خوندي ډول په گاډو راليږدول کيږي.

ښاغلي احدي دا هم وويل پاکستان شل کاله مخکې د بې نطير بوټو د واکمنۍ پر مهال په دې پلمه د افغانستان پر يويشت ډوله توکيو بنديز لگولى و چې گواکې افغانستان ته نه ليږدول کيږي او په پاکستان کې پاتې کيږي خو وايي اوس يوازې دوه ډوله توکيو ته اجازه نه ورکول کېږي.

ورته مطالب