م.م: افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله ٪۱۵کمه شوې

ولسي وګړي
Image caption د ملګرو ملتونو په راپور کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو وژنې ته اشاره نه ده شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) پخپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي چې د سږکال په نیمايي برخه کې افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله کمه شوې ده.

یونما پخپل راپور کې وايي د ۸۰ ولسي مرګ ژوبلې پړه پر حکومت ضد مخالفانو اچولې ده، خو وايي چې حکومتي ځواکونه هم د لس سلنې ولسي مرګ ژوبلې مسؤولین ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې د تېر ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ۱۵سلنه ډېره وه.

راپور کاږي، که څه هم ولسي مرګ ژوبله کمه شوې، خو د مخالفینو له لوري د هدفي وژنو کچه ۵۳ سلنه ډېره شوې ده.

یونما د ولسي مرګ ژوبلې د کچې د کمېدو یو لامل د کورنیو بمونو د جوړولو کمښت بللی دی.

د طالبانو غبرګون

د چارشنبې په ورځ د یونما په دې تازه خپاره شوي راپور کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې د کمېدو راپور ورکوي.

یونما له ۲۰۰۷ کال راهیسې افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه هر کال یو راپور خپروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر جیمز روډور وايي "په ولسي مرګ ژوبله کې کموالی راغلی، چې تر ټولو لږ ولسي وګړي د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې وژل شوي دي. "

په تېره مې میاشت کې ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله د روان ۲۰۱۲ کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۳۶ سلنه راښکته شوې ده.

افغانستان کې ژمی اورپکي ډېر بریدونه نه کوي، خو د اوړي او مني په راتلو سره یې بریدونه ډېرېږي او د پټېدو او فعالیت چاپېریال یې هم مناسب وي.

طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو دغه راپور ناسم بللی دی.

ډېر بریدونه

د ناټو د مخکنیو شمېرو له مخې، د ۲۰۱۰ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې د روان کال جون میاشت کې اورپکو تر ټولو ډېر بریدونه کړي دي.

په ټوله کې، د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې پورې افغانستان کې ټول ټال شاوخوا ۱۱۴۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو د تېر کال په همدې موده کې افغانستان کې ۱۴۶۲ ولسي وګړي وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو تازه راپور دا هم ویلي چې په کور د ننه جوړو شوو ماینونو د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې پورې ۳۲۷ ولسي وګړي وژلي وو، چې دا شمېره د ۲۰۱۱ کال په همدې موده کې ۴۴۴ ته رسېدلې وه.

ورته مطالب