فساد ضد مبارزه کې د همغږۍ ادعا شوې

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو همغږي ډېره شوې ده.

د دغې ادارې په وینا له دوی سره د نورو دولتي ارګانونو همکاري په ځانګړې ډول د ملي امنیت او لویې څارنوالۍ، د دې لامل شوی، چې د اداري فساد سترې دوسيې را برسېره کړي.

خو ځینې کتونکي بیا په دې باور دي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره د نورو دولتي ادارو همکاري، یو نماشي کار دی.

د ولسمشر حامد کرزي له فرمان وروسته د هېواد د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره نورو بېلا بېلو دولتي ارګانونو، د اداري فساد پر وړاندې ګډه مبارزه ګړندۍ کړې ده.

د ښاغلي کرزي په وروستي فرمان کې ټولو ادارو ته لار ښوونه شوې وه چې د ښې حکومتوالۍ او د فساد پر وړاندې مبارزه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر عزیرالله لودین وايي، د ولسمشر کرزي همدا فرمان د دې لامل شوی، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ اړيکې لا سره نژدې کړي او لويې دوسي برملا شي.

"له لوی څارنوال، د ملي امنیت له رييس، د کنترول د تفتیش له رييس او له قاضي القضات سره له یوه کال راهیسې ډېره ښه همکاري لرو. د همدې همکاريو ښې بېلګې د کابل بانک او پښتنې بانک دوسیې یادولی شو".

بل خوا د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي، د ادارو له همکارۍ پرته نه شي کولی د اداري فساد پرضد مبارزه بریالۍ پر مخ بوزي.

په لویه څآرنوالۍ کې د فساد پر ضد د مبارزې د پوځي برخې مشر، تورن جنرال غلام دستګیررنجبر بي بي سي ته وویل په دې برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ همکاري باید نوره هم پیاوړې شي.

"موږ تمه لرو د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې له لويې څارنوالۍ سره د مرستې لپاره همکاري لا ډېره شي. له لويې څارنوالۍ سره د غوره همکارۍ له امله کېدی شي، د فساد پر وړاندې مبارزه بریالۍ شي او د مجرمینو پر وړاندې قانون پلی کړو".

خو یوشمېر کتونکي بیا په دې باور دي، که دغه همکاري په لومړيو کې په دولتي ادارو کې موجوده وای، نو اوس به د دوی په باور د دا ډول ادارو جوړولو ته اړتیا نه وه.

افغان کتونکی داود سلطان زوی وايي، د دا ډول ادارو جوړېدل په خپله د اداري فساد د رامنځ ته کېدو لامل کیږي.

"که دغه همکاري له اوله د اصلي ادارو ترمنځ موجوده وای، لکه څارنوالي، پولیس او قضا نو د نورو ادارو جوړولو ته اړتیا نه وه، چې د خلکو لپاره اداري بیورکراسي او خنډ جوړ شي. د دغو ادارو جوړول په خپله نه یوازې بیورکراسي زیاتوي، بلکې د فساد لپاره یوه منبع هم کیږي. ترهغې چې عملي ګامونه اوچت نه شي، یوازې د حکومت په اعلانونو اتکا نه شو کولی، ځکه کېدی شي، دا یو سیاسي اعلان وي، چې د بل فصل په راتګ سره دا هرڅه هېر شي".

اداري فساد په افغانستان کې هغه ستونزه ده، چې ډېری افغانان ترې کړیږي.

نړېوالې ټولنې د توکیو په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه کړې چې افغان حکومت هم دغه چاره ورسره منلې ده.

په همدې موخه افغان حکومت له دغې غونډې وروسته د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي هوډ ښوولی دی.

ورته مطالب