ناټو وايي یوه افغان ېې درې عسکر وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ناټو وايي دا د هغو پېښو له لړۍ څخه یوه ده چې افغان سرتېري خپل ټوپکې پر نړېوالو ځواکونو را اړوي.

ناټو وايي درې امریکايي سرتېري په هلمند کې د هغه افغان له خوا وژل شوي چې د پولیسو یونېفورم يې په تن و.

افغان چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دغه درې کسان د امریکا د ځانګړو ځواکونو څخه وو چې د سنګین په موسی کلا کې پنجشنبه (اګسن/۹) نا وخته ووژل شول.

د پېښې په اړه کره معلومات لا تر اوسه په لاس کې نشته.

ناټو وايي دا د هغو پېښو له لړۍ څخه یوه ده چې افغان سرتېري خپل ټوپکې پر نړېوالو ځواکونو را اړوي.

خو ځايي چارواکي بیا وايي دا درې کسان د هغه ځايي مشر له لوري وژل شوي چې دوی يې د شپې ډوډۍ ته بللي وو او دوی پېژانده.

ځايي چارواکو په کابل کې د بي بي سي خبريال بلال سروري ته ويلي چې "دغه کس ويلي و غواړي د پولیسو له ليکو سره یو ځای شي خو په حقیقت کې د طالبانو کس وو".

د ناټو یوې ویاندې وويل: "موږ یوازې دومره پوهېږو چې دغه سرتېري د یوه افغان له خوا وژل شوي چې د پولیسو جامې يې په تن وې. په ۲۰۱۲ کال کې په دغه ډول پېښو کې زیاتوالی راغلی< تر دې حده چې په یوه اوونۍ کې یوه نه یوه پېښه وي".

د سې شنبې په ورځ (اګست/۷) هم دې ته ورته پېښه د افغانستان په ختیځ کې وشوه چې په پایله کې يې یو ناټو سرتېری ووژل شو.

په هغه پېښه کې هم وسله والو کسانو د ملي اردو سرتېرو جامې په تن وې.

دغه ډول پېښو د افغان امنیتي ځواکونه او ناټو تر منځ د باور فضا خړه کړې ده.

ورته مطالب