ناټو وايي هلمند کې يوه افغان درې بهرني عسکر وژلي

ايساف د انځور حقوق
Image caption ايساف د وژل شويو د هویت او د بریدګر د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

ناټو وايي درې سرتیري یې د یوه افغان کارکوونکي له خوا د دې هېواد په جنوب کې وژل شوي دي.

دغه پېښه د جمعې ورځې ناوخته د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې په یوه ګډه پوځي اډه کې رامنځ ته شوې ده.

دا په یوه اوونۍ کې څلورمه ورته پېښه ده چې د باوري افغانانو له خوا پر بهرنیو پوځیانو بریدونه په کې کیږي.

د جمعې ورځې په لومړیو کې هم یوه تن چې پوځي جامې یې پر تن وې درې امریکايي سمندري پوځیان ووژل.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند برید جنرال ګانټر کاتز وویل چې دا راز بریدونه لږ او په اشخاصو پورې تړلې دي:

"اجازه راکړﺉ چې په څرګندو ټکو ووایم دغه راز پېښې د افغانستان ټولیز حالت نه بیانوي. چېرې چې پنځه سوه زره پوځیان او پولیس ګډ کار سره کوي. خپل باور او همکاري سره لوړوي، ددې هېواد د ښې راتلونکې لپاره ګډه مبارزه کوي او پر مخالفینو فشار ډېروي."

وسلوال طالبان وایي دغه برید د یوه افغان پولیس له خوا تر سره شوی او ادعا کوي چې په دغه پیښه کې ۷ بهرنې پوځیان وژل شوې دي.

درې امريکايي عسکر ووژل شول

ناټو وايي درې امریکايي سرتېري په هلمند کې د هغه افغان له خوا وژل شوي چې د پولیسو یونېفورم يې په تن و.

افغان چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دغه درې کسان د امریکا د ځانګړو ځواکونو څخه وو چې د سنګین په موسی کلا کې پنجشنبه (اګست/۹) نا وخته ووژل شول.

د پېښې په اړه کره معلومات لا تر اوسه په لاس کې نشته.

ناټو وايي دا د هغو پېښو له لړۍ څخه یوه ده چې افغان سرتېري خپل ټوپک پر نړېوالو ځواکونو را اړوي.

خو ځايي چارواکي بیا وايي دا درې کسان د هغه ځايي مشر له لوري وژل شوي چې دوی يې د شپې ډوډۍ ته بللي وو او دوی پېژانده.

ورته مطالب