پوځي اډو پر سر د ناټو او افغانستان خبرې روانې دي

د انځور حقوق ISAF
Image caption دغه پوځي اډې په هغو ولایتونو کې تړل کېږي چې د امنیتي چارو مسولیت يې افغانانو ته سپارل کېږي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټي له نژدې کیدو سره د دغو ځواکونو د اډو برخلیک په دې وروستیو کې په یوه لانجمنه موضوع اوښتی.

افغان چارواکو پر نړیوالو ځواکونو نیوکې کړي چې ګني له وتلو سره سم خپلې هغه پوځي اډې له منځه وړي چې د افغان دولت لاسرسی نه ورته کیږي.

خو په کابل کې د ایساف ځواکونه وایې دوی د هرې اډې د تړل کیدو یا افغان ځواکونو ته د لیږد بهیر په شفاف ډول ارزوي او د هغو له وړاندیزونو سره سم دغه کار مخ ته وړي.

د ایساف ځواکونو د انجینرۍ آمر تورن جنرال براین واټسن په کابل کې خبریالانو ته وویل دوی ټولټال ۸۰۰ پوځي مرکزونه لري، چې ۴۰۰ يې تړل شوي یا افغان ځواکونو ته انتقال شوي.

ښاغلی واټسن وایي د دغو پوځي مرکزونو شاوخوا ۷۰ يې د منځنۍ کچې دي او پاتې نور یې د ټیټي کچې نظامي مرکزونه دي:

"موږ د افغانستان له خلکو سره د مرستي په توګه ددغو اډو پرانستل او تړل پیل کړي. که چیرې د تیر کال اکتوبر اساس وګڼو، نو ټول ټال ۸۰۰ پوځي مرکزونه لرو چې په هغو کې بیلا بیلې کچې شته."

ښاغلی واټسن وايي په دغو پوځي مرکزونو داسې مرکزونه شته چې لس کسه په کې او داسې هم شته چې سلګونه او زرګونه کسان په کې کار کوي.

که څه هم ایساف فغان دولت ته د سپارلو شویو اډو کره شمیره یاده نه کړه، خو د افغانستان د دفاع وزارت وایې دوی ته ۶۶ هغه ستراتیژیک او اپراتیفي مرکزونه سپارل شوي چې اهمیت ورته لري.

په افغانستان کې تر ۱۵ پوري لویې بهرنۍ پوځي اډې شته چې د کندهار، شینډنډ ، مزار او بګرام اډې په کې راځي.

براين واتسن وایې د دغو اډو او هوایې ډګرونو د برخلیک په اړه د افغانستان له دفاع وزارت سره په خبرو بوخت دي.

بهرنۍ پوځي اډې تر ډیره د افغانستان په لرې پرتو سیمو او یا ګڼ میشتو سیمو کې جوړي شوي.

افغان چارواکي وایي دغه مرکزونه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په پیسو جوړې شوي او د افغانستان ملکیت ګڼل کیږي، نو ځکه باید ټولې افغانانو ته وسپارل شي .

خو ناټو وایې دوی د افغانستان سیمه ییزو چارواکو سره په تفاهم او د دغو مرکزونو د جذب وړتیا په پام کې نیولو سره دا بهیر پر مخ وړي.

دغه پوځي اډې په هغو ولایتونو کې تړل کېږي چې د امنیتي چارو مسولیت په کې افغانانو ته سپارل شوی دی.

د چارواکو په خبره په انتقال شويو یا تړل شویو مرکزونو کې ډیری یې د امریکایي ځواکونه دي.

نور هیوادونه هم په افغانستان کې پوځي اډې لري، خو ټاکل شوې هر هیواد د خپلو شرایطو سره سم له افغان چارواکو سره د هغو د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

ورته مطالب