کوچني اختر ته "کلک امنيتي" تدابير نیول شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه کسان، چې کورنۍ یې په لرو پرتو سیمو کې پرتې دي، نه شي کولای د امنیتي ستونز له امله له خپلو کورنیو سره د اختر خوښۍ تېرې کړي.

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت وايي، د کوچني اختر لپاره یې په ټول افغانستان کې له ملي اردو او ملي امنیت سره کلک امنیتي تدابیر پيل کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په دغو تدابیرو کې د لویو لارو دامنیت لپاره د پولیسو د شمېر زیاتوالی، د ځآنګړو قطعو ډېرول او د تلاشۍ ځانګړي پوځي عملیات شامل دي.

یو شمېر هغه کسان، چې کورنۍ یې په لرو پرتو سیمو کې پرتې دي، نه شي کولای د امنیتي ستونز له امله له خپلو کورنیو سره د اختر خوښۍ تېرې کړي.

کوچني اختر ته لا نژدې یوه اوونۍ پاتې ده خو د افغانستان امنیتي چارواکي وايي سر له اوسه یې د اختر د خوښیو د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر پيل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغو تدابیرو کې د پولیسو د ځآنګړو قطعو ډېروالی او په لویو لارو کې د ځانګړو تلاشۍ پوستو جوړول شامل دي.

د د غه وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه تدابیر یې له ملي اردو او ملي امنیت سره په ګډه نیولي دي.

"د افغانستان ملي پولیسو د خپل ځانګړي امنیتي پلان له مخې ، له ملي اردو او ملي امنیت سره په ګډه د اختر ورځو د خوښیو لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. د دغو تدابیرو موخه دا ده، چې خلک د اختر ورځې په خوښۍ او خوشالۍ تیرې کړي. په دغو تدابیرو کې د ملي پولیسو له خوا په ټول افغانستان کې د ځآنګړو قطعو ګمارل او د لویو لارو د ساتلو لپاره د تلاشۍ پوستو جوړول او عملیاتو پیلول دي".

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د اختر لپاره دامنیتي تدابیرو خبره کوي، چې همدا تېره اوونۍ په ننګراهار، کابل او د هلمند په تاوتریخوالو او سړک غاړي بمي چاودونو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو افغان چارواکي تمه ښيي، چې د اختر په ورځو کې د خلکو د خوښیو د لمانځلو په موخه د هغوی امنیت ټینګ کړای شي.

ورته مطالب