کرزی له اسلامي نړۍ د سولې بهير د ملاتړ غوښتنه کوي

کرزی
Image caption دا لومړی ځل دی چې ولسمشر د اسلامي همکارۍ سازمان ته د سولې په تړاو د مرستې لاس غځوي.

ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزی د اسلامي همکارۍ د سازمان له سرمشریزې غوښتنه وکړي، چې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

د اسلامي نړۍ دغه تر ټولو ستر کنفرانس د روژې په 26 مه د سعودي عربستان د باچا عبدالله په بلنه په مکه کې جوړیدونکی دی.

د دغه کنفرانس اصلي موضوع په عربي نړۍ کې د روانو حالاتو په اړه خبرې بحث دی.

د همدغې سرمشریزې د چمتوالي په موخه د اسلامي نړۍ د بهرنیو چاروزیران (دوشنبه، اګست ۱۳) په مکه کې غونډه کوي، چې دبهرنیو چارو افغان وزیر زلمی رسول به هم په کې برخه واخلي.

ولسمشر کرزي څو څو ځلي په ځانګړي ډول د سعودي عربستان له پاچاه عبدالله بن عبدالعزیز نه د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې، خو دا لومړی ځل دی چې د مرستې لاس د اسلامي همکارۍ سازمان ته غځوي.

د دغه تر ټولو ستر اسلامي سازمان د بحث اصلي موضوع په سوریه، برما، فلسطین او مالي کې پر روانو کړکیچونو بحث کول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، ولسمشر حامد کرزی به په یادو شوو هېوادونو د تاوتریخوالو په اړه د نظر د څرګندولو تر څنګ له سرمشریزې وغواړي، چې په افعانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري، چې تر ډېره یې پام په اسلامي نړۍ کې داړیکو د پرمختګ، اقتصادي ودې او یو شمېر نورو ګډو مسایلو پام ورټول وي.

ورته مطالب