ملي امنيت: د کريم خليلي د وژلو د هڅې په تور مو ۵ کسه نيولي

طالبان د انځور حقوق AP
Image caption ملي امنيت ادعا کوي چې په نیول شويو ځانمرګو بريدګرو کې يو پاکستانی دی.

افغان چارواکي وايي د دغه هېواد پر ملي شورا او د ولسمشر د دويم مرستیال کريم خليلي پر کور د بريدونو په تور يې په وسلو سنبال پنځه ځانمرګي نيولي دي.

د افغانستان د څارګرې ادارې، ملي امنيت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تصفيوی عملياتو کابو درې ساعته وخت ونيوه چې په پايله کې يې د دوی په وینا د "يوه پاکستاني په ګډون پنځه ځانمرګي" ونیول شول.

دغه اداره وايي د ملي امنيت کارکوونو د دغو کسانو ځای ځایګی د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې کشف کړی او عمليات يې پرې کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ملي امنيت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

په هغه ويډيو کې چې د ملي امنيت له لوري رسنيو ته استول شوې او وايي د همدغو عملياتو ده هغه پنځه کسه ښوول کېږي چې دغه اداره وايي ځانمرګي دي.

د افغانستان څارګره اداره وايي له دغو کسانو سره سپکې او درنې وسلې او ځانمرګي واسکټونه هم نيول شوي دي.

په وېډيو کې ښوول کېږي چې د نيول شويو کسانو د افغانستان د ملي اردو جامې پر تن دي او چارواکو ويلي چې غوښتل يې د پوځ له يونيفورم نه په ګټې اخيستو د افغانستان په ملي شورا او د محمد کريم خلیلي پر کور همغږي بريدونه وکړي.

په کابل کې د وسله والو مخالفينو له لوري وروستی بريد د ښار په ختيځه برخه د څرخي پله په سيمه کې وشو چې ملي امنيت د پنځو ځانمرګو بريدګرو د وژلو ادعا وکړه.

خو دغه ادعا وسله والو طالبانو رد کړه.

ورته مطالب