افغان پوليس د لفظي شخړې پر مهال خپل ۱۰ ملګري وژلي

افغان پوليس د انځور حقوق AP
Image caption ولايتي چارواکي وايي بريدګر هم د متقابلو ډزو په پايله کې وژل شوی دی.

د افغانستان په لويديځ کې چارواکي وايي يوه پوليس له لفظي شخړې وروسته پر خپلو ملګرو ډزې کړي او لږ تر لږه ۱۰ پوليس يې وژلي دي.

د نيمروز والي عبدالکريم براهوي وايي دغه پېښه د دلارام په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ولايتي چارواکي وايي بريدګر هم د متقابلو ډزو په پايله کې وژل شوی دی.

د نيمروز د ولايتي شورا غړې شکيلا حکيمي اسوشييټد پرېس خبري اژانس ته ويلي چې دغه پوليس د حکومت له وسله والو مخالفينو سره اړېکې لرلې.

خو افغان حکومت تر اوسه دغه ادعا نه ده تاييد کړې.

دغه پېښه له هغه يوه ورځ وروسته کېږي چې دوو افغانانو چې يو يې پوليس وو د هلمند په ناارامه ولايت کې په جلا بريدونو کې شپږ امريکايي سرتيري په ډزو ووژل.

پر بهرنيو ځواکونو د افغانستان د ملي اردو او پوليسو بريدونو په وروستو کې زور اخيستی او د کال له پيله تر دې دمه په دا ډول بريدونو کې شاوخوا ۳۴ بهرني سرتېري د افغانانو په ډزو وژل شوي دي.

په وروستي بريد کې يوه افغان کارګر چې له بهرنيانو سره يې د هلمند په ګرمسېر کې کار کاوه درې بهرني سرتېري ووژل.

ناټو ايساف ځواکونه وايي دغه افغان يې نيولی او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

ورته مطالب