افغانستان به سږ کال "ډېره" غله دانه تولید کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دافغانستان د کرنې وزارت وايي، په روان کال کې به له بهره وارېدېدونکو یوازې ۴۰۰ زره ټنه غلې دانې ته اړتیا ولري.

افغان حکومت وايي، په تېرو ۳۵ کلونو کې به د دوېیم ځل لپاره سږ کال دغه هېواد ټرټولو ډېره غله دانه تولید کړي.

دافغانستان د کرنې وزارت وايي، په روان کال کې به له بهره وارېدېدونکو یوازې ۴۰۰ زره ټنه غلې دانې ته اړتیا ولري خو په نورو کلونو کې دغه کچه نژدې اووه میلیونه ټنو ته رسېده.

دغه وزارت وايي، د خپلو پروګرامونو د پلي کېدو په صورت کې او د نړیوالې ټولنې د مرستو پر مټ به په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د غلې دانې له پلوه نه یوازې پر ځان بسیا شي بلکې په وینا یې د غلو په یوه صادرونکي هېواد به بدل شي.

له کرنې وزارت سره د مرستو په دوام، جاپان هم د اصلاحي تخمونو له پروګرام سره ۱۱ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال به یې د غلو کچه نژدې شپږ عشاریه څلور میلیونه متریکه ټنو ته لوړه شي، چې دا اندازه دتېرو کلونو په پرتله ۴۲ سلنه لوړه ده.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، افغانستان به په روان کال کې ۹۴ سلنه د خپلې اړتیا غنم تولید کړي او په دې سره به دغه هېواد له بهر نه یوازې ۴۰۰ زره ټنه د غنمو واردولو ته اړتیا ولري.

د کرنې مرستیال وزیر عبدالغني غوریاني:

"افغانستان په تېروو ۳۵ کلونو کې د دوېیم ځل لپاره د ۱۳۸۸ کال په څېر ترټولو ډېره غله دانه لري.افغانستان په ۱۳۹۱ کال کې د خپلې اړتیا نژدې ۹۴ سلنه غنم تولیدوي چې په دې سره به په روان کال کې د تېرو کالونو په پرتله د غنمو د وراداتو کچه ۷۵ سلنه راټیټه شي. د اټکلونو، له مخې آفغانستان به سږ کال شپږ عشاریه درې ټنه میلیونه مټریکه غنم تولید کړي، چې دا کچه د تېرو کالونو په پرتله ۴۲ سلنه لوړه ده".

ښاغلی غوریانی وايي، په ژمي کې پرېمانه اورښتونه، بزګرو ته د اصلاح شوو توخمونو وېشل او د افاتو نسبي کنټرول د غلې دانې د ډېرېدا مهم لاملونه دي.

ښاغلي غوریاني دغه څرګندونې د هغه قرار داد دلاسلکېدو په غوڼده کې کولې چې له مخې به یې چاپان د افغانستان له کرنې وزارت سره ۱۱ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د کرنې وزارت د چارواکو په وینا دغه پیسې دا صلاح شوو توخمونو پر وېش او د عصري ټکنالوژۍ په دودولو کې ولګول شي.

ورته مطالب