افغانستان شخصي روغتونونه څاري

Image caption په نوې مقرره کې له يوه روغتون سره انگېرل شوي اړين مسايل نغښتل شوي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي تر دې وروسته د شخصي روغتونونو او مرکزونو چارې د يوې نوې مقررې په رڼا کې څاري.

دا مقرره نوې نوې د افغانستان وزيرانو شورا تصويب کړې ده.

چارواکي هيله من دي چې مقرره به اغېزناکه وي او د دې لامل به وگرځي چې وگړي معياري روغتيايي خدمتونو ته لاره بيامومي.

اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر شخصي روغتونونه فعاليت کوي چې د روغتيا د وزيرې د څرگندونو له مخې د هيڅ روغتون کړنې له دغې نوې مقررې سره برابرې نه دي.

تر دې مهاله په افغانستان کې خصوصي روغتونونو او مرکزونو د هغې قانوني مقررې په رڼا کې خپلې روغتيايي چارې پرمخ بېولې چې نژدې ۱۳ کاله مخکې پلى شوې وه.

اړوند چارواکي وايي دا چې په روغتيايي برخو کې نوي پرمختگونه شوي او نوي وسايل راغلي دي نو زړه مقرره کارنده نه وه او نوې هغې ته اړتيا ليدل کېده.

د افغانستان د روغتيا وزيره ثريا دليل وايي اوس هغه وخت رارسېدلى چې شخصي روغتونونه او مرکزونه خپلې روغتيايي کړنې له نوې مقررې سره برابرې کړي.

"په دغه سند کې د يوه خصوصي روغتيايي مرکز لپاره ټول معيارونه په پام کې نيول شوي. دا مقرره په ٧ څپرکو او ۵۳ مادو کې راغلې ده او سر له ننه پلې ده. د دغه سند له مخې روغتونونه په عمومي او شخصي ډولونو وېشل شوي چې ټول به کلينيکي، حمايوي او تقويتي خدمتونه تر سره کوي. کتنه، لابراتوار او د ناروغانو د ناروغيو تشخيص په کلينيکي خدمتونو کې راځي او په تقويتي کې بيا د گاډو پارکېنگ، د بې کاره توکيو سوځونکې اله، سړې خونې، امبولانس او نور راځي".

اغلې دليل وويل چې د وروستيو څلورو مياشتو په ترڅ کې يې تر ۴۰ ډېر شخصي روغتونونه ارزولي دي چې په وينا يې له دې ټولگې څخه يو شمېر يې د نا معياري روغتيايي کړنو له کبله تړل شوي دي.

اغلې دليل وويل ټول شخصي روغتونونه يو کال وخت لري چې خپلې روغتيايي کړنې له نوې مقررې سره برابرې کړي.

په نوې مقرره کې له يوه روغتون سره انگېرل شوي اړين مسايل نغښتل شوي دي.

روغتيايي خدمتونه، د روغتيايي وسايلو څرنگوالى، سم ودانيز جوړښتونه، د ډاکټرانو او روغتيا پالو اړينه مسلکي کچه او نور ډېر څه شته چې د دغې نوې روغتيايي مقررې په منځپانگه کې نغښتل شوي دي.

اوس مهال په افغانستان کې ۲۲۰ شخصي روغتونونه فعاليت لري چې له دغو گڼ شمېر يې د خلکو له راز راز نيوکو سره مخامخ دي او ډېر شمېر خلک خپل ناروغان له هېواده بهر بيايي.

خو د افغانستان روغتيا وزارت هيله من دې چې د نوې مقررې په پلي کېدو سره په دغه هېواد کې روغتيايي کړنې ښې شي او خلک به اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي.

ورته مطالب