کابل له پاکستانه ملا برادر غواړي

Image caption ملا عبدالغني برادر د طالب واکمنۍ پر مهال يو مشهور قومندان بلل کېده او هغه مهال د لنډ وخت لپاره د هرات والي هم پاتې شوى و.

افغان حکومت وايي په پرله پسې ډول يې له پاکستاني حکومته غوښتي چې د ملا عبدالغني برادر په گډون هغه ټول طالبان خوشې کړي چې د هغه هېواد په زندانونو کې بنديان دي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وايي تر دې مهاله يې د پاکستان له خوا په اړونده برخه کې کومه عملي کړنه نه ده ليدلې.

افغان حکومت وايي دا چې پاکستان اوس په دې برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده، دوى هم هيله من شوي چې د ملا برادر او نورو طالب بنديانو د خوشې کولو په برخه کې به مرسته وکړي.

ملا برادر د طالب واکمنۍ پر مهال يو پياوړی جنگي قومندان بلل کېده، تر دې چې وروسته دوېيم لوړ پوړى طالب چارواکی وبلل شو.

ښاغلى برادر د راپورونو له مخې شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د پاکستان د کراچۍ ښار په يوه مدرسه کې د اى،اېس،اى (ISI) او سي ،آى،اى (CIA) په گډه چاپه کې نيول شوى و.

شاوخوا دوه نيم کاله مخکې چې د وسله والو دوېيم لوړ پوړى چارواکی ملا عبدالغني برادر ونيول شو نو د يو شمېر افغان رسنيو انگېرنه دا وه چې نوموړى له افغان حکومت سره په خبرو کې ښکېل شوى و او په وينا يې يو شمېر پاکستاني استخباراتي کړيو غوښتل چې دا انگېرل شوى بهير شنډ کړي.

خو اوس رسنۍ وايي چې ښايي هم د سولې د خبرو د پياوړتيا په موخه ښاغلى برادر بېرته پرېښول شي.

مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې گواکې افغانستان او پاکستان په هغه هېواد کې د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرې کوي خو داسې ښکاري چې د دغه بهير لپاره بنسټونه نه دي جوړ شوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې څو ځله يې له پاکستانه غوښتي چې ملا عبدالغني برادر او نور بندي افغان طالبان خوشي کړي خو وايي پاکستان تر اوسه په اړونده برخه کې عملي مرسته نه ده کړې.

ښاغلي موسى زي هيله وښوووله چې پاکستان اوس له خپلې وينا سره سمه عملي همکاري وکړي.

ملا برادر د ٢٠١٠ ميلادي کال په لومړيو مياشتو کې د پاکستان د بندري ښار کراچۍ په يوه مدرسه کې نيول شوې و.

هغه مهال رسنيو داسې راپورونه خپاره کړې وو چې گواکې نوموړى د پاکستان او امريکا د گډې استخباراتي چاپې په ترڅ کې نيول شوى و.

هغه مهال په پاکستان کې دا خبره هم راپورته شوې وه چې ملا برادر په ناقانونه ډول هلته اوسېده نو بايد په پاکستان کې محاکمه شوى واى.

خو افغان حکومت د دې خبرې په اړه کلک غبرگون ښوولى او ويلي يې و چې دا د افغانستان او پاکستان تر منځ له شويو هوکړو نه سر غړونه ده.

په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د افغانستان دفاع وزارت د ښاغلي برادر د وژنې ادعا هم کړې وه چې وروسته نا سمه راوخته.

ملا عبدالغني برادر د طالب واکمنۍ پر مهال يو مشهور قومندان بلل کېده او هغه مهال د لنډ وخت لپاره د هرات والي هم پاتې شوى و.

ورته مطالب