معتصم:د تور لست ختمول له سولې سره مرسته کوي

د انځور حقوق BBCPashto.com

د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالېې وزير اغا جان معتصم د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له تورلست څخه د طالب مشرانو د ايستلو د لړۍ پيلېدل ستايلي دي او ويلي يې دي د دې لپاره چې په افغانستان کې د دايمي سولې په لړ کې د نړيوالو له هڅو سره مرسته شوې وي ملگري ملتونه او امريکا بايد د طالبانو نور مشران هم له تور لست څخه وباسي.

ښاغلى معتصم چې په دې وروستېو کې يې له تور لست څخه نوم ايستل شوى دى وايي "موږ باوري يو چې د نړيوالې ټولنې دغه ګامونه به په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدا او په دې لړ کې د اسلامي امارت د مشرانو او منسوبينو د لا انعطاف سبب شي"

طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو سره خبرو کې یو تر ټولو لوی خنډ د دې تور لست شتون ښودل کېږي. د دې نه وړاندې له دې لسته د یو شمېر کسانو نومونه هم ویستل شوي وو خو له ۱۰۰ نه د زياتو کسانو نومونه په دې لست کې پاتې دي.

د طالبانو د سياسي کمېسيون پخواني مشر بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکې کې وويل چې جگړې په تېرو لسو کالو کې ټولو خواوو ته زيانونه اړولي نو ټولو خواوو ته د جگړې له امله د ور پېښو زيانونو ته په کتلو سره اوس دا اړتيا رامنځته شوې ده چې ښکېلې خواوې نور جګړې ته د پای ټکی کېږدي او خپلې پاتې ستونزې د خبرو اترو او مذاکرې له لارې هوارې کړي.

ښاغلى معتصم وايي " له نيکه مرغه دغه اړتيا ښکېلو اړخونو تر يوه بريده درک کړې ده او په دې برخه کې يې د پام وړ ابتدايي ګامونه هم اخيستي دي. د دغو ګامونو په ترڅ کې د اسلامي امارت له لورې خبرو اترو ته انعطاف او کږون يو د پام وړ ټکی ګڼل کيږي".

ده وويل سولې ته د ښې لارې برابرولو لپاره په کار ده چې نه يوازې تورلست له منځه يوړل شي بلکې اړينه ده چې په گوانټانامو او بگرام کې بندي طالبان پرېښودل شي.

له تور لست څخه د ښاغلي معتصم تر لرې کېدلو وروسته دا لومړى ځل دى چې نوموړى له مطبوعاتو سره غږېږي.

د افغانستان د چارو ډيرى شننونکي په دې اند دي چې له تورلست څخه د هغه د نوم لرې کول به لږ تر لږه د کړکېچ د هواري لپاره د جدي خبرو پيل کې ډيره مرسته وکړي.

ملگري ملتونه هم وايي چې له تور لست څخه د پخوانیو طالب چارواکو د نومونو ایستل له طالبانو سره په سیاسي خبرو اترو کې د افغان حکومت د ورګډېدو د هڅو د ملاتړ یوه پیاوړې نښه ده.

دغه راز څو مياشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د القاعدې او طالبانو د لستونو جلا کړي وو چې د افغان چارو د ډيرو شنونکو په وينا دا د نړيوالو لخوا د سولې د پروسې څخه د ملاتړ لويه نښه ده خو دې سره دا ډول پروسې ته د سيمې د هېوادو ملاتړ هم ډير اړين بلل کېږي.

ورته مطالب