ننګرهار کې وسله والو درې افغان سرتېري په ډزو وژلي

Image caption امنيتي ځواکونه وايي د وژل شويو سرتېرو په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د افغانستان له ختيځ نه راپورونه وايي چې وسله والو د يوه ملکي په ګډون درې افغان سرتېري په ډزو وژلي دي.

په ننګرهار کې چارواکي وايي د رکشې يو چلوونکی او دغه درې سرتېري د چپرهار په ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو وژلي دي.

امنيتي چارواکي وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

تر اوسه کومه ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي بي بي سي ته وویل، پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې سرتیرو په چپرهار ولسوالۍ کې د روزه ماتي لپاره ډوډۍ وړله.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په يوه بله جلا پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

ولايتي چارواکي وايي چاودېدونکي توکي، په یوه رېکشه کې ځای پر ځای شوي وو چې نن سهار (دوشنبه، اګست ۱۳) د جلال اباد ښار د ایستيناف څارنوالۍ مخې ته وچاودېدل. تر اوسه د دغې چاودنې موخه نه ده مالومه شوې او نه یې هم چا پړه پر غاړه اخېستې ده.

موده وړاندې د پلازمېنې کابل د موسهي په ولسوالۍ کې هم په یوه ورته پېښه کې يو پوليس چې د روژه ماتي لپاره یې خواړه اخيستل د وسله والو له لوري ووژل شو.

ورته مطالب