په ننګرهار کې يوه پوليس دوه بهرنيان ټپيان کړي

د انځور حقوق
Image caption افغان چارواکي وايي پر بهرنيو ځواکونو بريدګر افغان پوليس په تېښته بريالی شوی دی.

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي چې یوه افغان پوليس دوه بهرني سرتېري په ډزو ټپيان کړي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه د اچین په ولسوالۍ کې یوه افغان پولیس دوه بهرني سرتیري ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندان عبدالله ستانکزی وايي، بهرنیو ځواکونو په ځوابي ډزو کې د ولسوالۍ یو امنیتي کارکونکی هم ټپي کړی دی.

افغان چارواکي وايي پر بهرنيو ځواکونو بريدګر افغان پوليس په تېښته بريالی شوی دی.

د ټپي شويو بهرنيو سرتېرو د هوويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه پولیس درې تنه بهرنیان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

افغان درې بهرنيان وژلي

ناټو وايي درې سرتیري یې د یوه افغان کارکوونکي له خوا د دې هېواد په جنوب کې وژل شوي دي.

دغه پېښه د جمعې ورځې ناوخته د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې په یوه ګډه پوځي اډه کې رامنځ ته شوې ده.

دا په یوه اوونۍ کې څلورمه ورته پېښه ده چې د باوري افغانانو له خوا پر بهرنیو پوځیانو بریدونه په کې کیږي.

د جمعې ورځې په لومړیو کې هم یوه تن چې پوځي جامې یې پر تن وې درې امریکايي سمندري پوځیان ووژل.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند برید جنرال ګانټر کاتز وویل چې دا راز بریدونه لږ او په اشخاصو پورې تړلې دي.

وسلوال طالبان وایي دغه برید د یوه افغان پولیس له خوا تر سره شوی او ادعا کوي چې په دغه پیښه کې ۷ بهرنې پوځیان وژل شوې دي.

ورته مطالب