ملي تلويزيون د کڼو لپاره خپرونې پيلوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان حکومتي تلويزيون تر څو کاله وړاندې هم د اشارې په ژبه د ګونګيانو او کڼو لپاره خبري سروېس درلود.

دا فغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغه هېواد د ا‌طلاعاتو او کلتور له وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی، چې له مخې به يې د افغانستان ملي ټلویزون د هغو کسانو لپاره چې غږ نه اوري خبرونه او یو لړ نورې خپرونې خپرې کړي.

په یوه خبري غونډه کې د کار شهیدانو، معلولینو او ټولنیزو چارو وزارت ویاند محمد علي افتخاري وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ورسره ژمنه کړې چې ژر تر ژره به د کڼو کسانو لپاره د ټلویزون له لارې د خبرونو خپرول پیل کړي.

محمد علي افتخاري له بي بي سره په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه وویل، چې د دواړو وزارتونو تر منځ به یوه ګډه کمیټه جوړه شی، چې د خبرونو تر څنګ به د معلولینو لپاره د نورو خپرونو په چمتو کولو ګډ کار وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویاند راته وویل چې د افغانستان د ملي ټلویزون اداره به د دې خپرونو او خبرونو د چمتو کولو او خپرولو لپاره داسې کسان په کار وګوماري، چې پخپله هم معلولین وي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغان ټولنه کې دوه اعشاریه اووه سلنه وګړي معلولین دي، چې له دې جملې نه ۲۵ اعشاریه پنځه سلنه یې د حسي برخې معلولین دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ۵۰زره داسې وګړي داسې دي چې په غوږونو څه نه اوري.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۴۰۰زره هغه کسان دي چې په سترګو څه نه وي.

د دوی خپور شوی راپور ښيي چې د دوی اتيا سلنه يې تلويزيوني خپرونو ته لاسرسی نه لري، چې له لارې يې د دوی په ژبه خبرونه او خپرونې وګوري.

د افغانستان حکومتي تلويزيون تر څو کاله وړاندې هم د اشارې په ژبه د ګونګيانو او کڼو لپاره خبري سروېس درلود، خو د ځينو لاملونو له امله وتړل شو.

ورته مطالب