د ولسي جرګې د مالي چارو کمېسيون زاخېلوال ورغوښتی

د خپريدو وخت: 11:14 گرینویچ - سه شنبه 14 اگست 2012 - 24 زمری 1391

د ماليې وزیر لګیدلي تورونه ردوي او د قضايي ادارو له خوا د دغې موضوع د څېړنې غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون وايي، که د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره د ماليې پر وزیر د مالي فساد په تړاو اسناد او شواهد وړاندې کړي، نو ښاغلی زاخېلوال به استیضاح او بې واکه شي.

د افغانستان د ماليې وزیر نن د مالي او بودیجې کمیسیون ته ورغوښتل شوی و.

د ماليې وزیر لګیدلي تورونه ردوي او د قضايي ادارو له خوا د دغې موضوع د څېړنې غوښتنه کوي.

ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر عزیزالله لودین، د ماليې پر وزیر د لګېدلو تورونو په اړه دغه کمیسیون ته وروغوښتل شي.

سره له دې، چې خبریالانو د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمیسیون په نننۍ غونډه کې د ګډون اجازه نه درلوده، خو د دغه کمیسیون ځینې غړي وايي، ښاغلی زاخېلوال د کمیسیون د غړو لخوا د لسګونو پوښتنو لاندې راغی.

د دغه کمیسیون مرستیال محمدعظیم محسني بي بي سي ته وویل، ښاغلي زاخېلوال له ولسمشر نه د دغې دوسیې د څېړنې غوښتنه کړې ده:

"د زاخېلوال دلیل دا و، چې د نوماندۍ پرمهال يي د خپلو ثبت شویو شتمنیو د فورم کاپي له ځان سره اخیستی وه. په هغه فورم کې ښيي، چې ښاغلی زاخېلوال په هماغه وخت کې شا وخوا ۳۰۰ زره ډالره پخپل بانکي حساب کې لري او په دریو جلا جلا اکونټونو کې ساتل کیږي او نورې شتمنی يي هم په دې فورم کې ثبت شوي دي."

"که د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره اسناد او شواهد وړاندې کړي، نو کېدی شي، دا د ماليې د وزیر د استیضاح یو لامل شي. ولسي جرګې ته د شواهدو له رسېدو وروسته به ولسي استازي په دې اړه پرېکړه وکړي."

محمد عظيم محسني

ښاغلی محسني همداراز وايي، که پر ښاغلي زاخېلوال د لګول شویو تورونو په اړه شواهد وړاندې شي، نو د ده د استیضاح او د بې واکه کېدو موضوع به مطرح شي:

"که د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره اسناد او شواهد وړاندې کړي، نو کېدی شي، دا د ماليې د وزیر د استیضاح یو لامل شي. ولسي جرګې ته د شواهدو له رسېدو وروسته به ولسي استازي په دې اړه پرېکړه وکړي. زه پخپله د نوموړي د بې واکه کېدو یوازینی لامل همدا په ګوته کوم."

ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر عزیزالله لودین د ماليې پر وزیر د لګول شویو تورنو په اړه د ځواب په موخه د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون ته وروغوښتل شي.

ښاغلي لودین ویلي، چې پر ښاغلي زاخېلوال ډېرې ادعاوې شوي او د دغو ادعاو د څېړنې لپاره اړتیا ده، چې د ده دنده وځنډول شي.

ښاغلی لودين وايي یو تور، چې باید وڅېړل شي، د ښاغلي زاخېلوال په بانکي حساب کې د یو میلیون ډالرو موضوع ده.

د ماليې وزیر دغه ادعاوې ناسمې او هغه يي د شخصي اختلافونو له امله بللي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .