په نيمروز کې گڼ کسيز ځانمرگي بريد ډير خلک وژلي

د خپريدو وخت: 14:37 گرینویچ - سه شنبه 14 اگست 2012 - 24 زمری 1391
نيمروز

نيمروز په پرتلييز ډول ارام ولايت بلل کيږي

د ايران پولې ته نژدې د افغانستان د لويديځ ولايت نيمروز په مرکز زرنج کې لږ تر لږه درو ځانمرگو ځان چوولى او د لومړنيو شميرو تر مخه يې ٣٦ کسان وژلي دي.

په دې پېښه کې په لسگونو نور ټپيان شوي دي.

د نيمروز والي وايي امنيتي چارواکو دوه نور ځانمرگي تر ځان چوولو وړاندې وژلي دي.

افغان چارواکي وايي د وژل شويو او ټپي شويو ډيره برخه د ملکي وگړو ده.

ويل شوي چې په وژل شوو کې گڼ شمير ماشومان هم شته.

د نيمروز والي عبدالکريم براهوي وايي:

" ځانمرگو ځانونه له گڼې گوڼې ډک بازار کې چوولي دي او ملکي وگړي يې په نخښه کړي دي هلته نژدې دولتي ودانۍ نه وه."

د نيمروز د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي چې درې پوليس په دغو چاودنو کې وژل شوي دي.

د نيمروز د روغتيا د چارو يوۀ مسوول رسنيو ته ويلي چې نژدې ١٠٠ کسه ټپيان درملنې ته وروړل شوي دي.

د هلمند او فراه ولايتونو په گاونډ کې پروت نيمروز په پرتله ييزه توگه د افغانستان ارام ولايت گڼل کيږي او دا بريد يې په تيرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړى دى.

ملگرو ملتونو په دې وروستيو کې ويلي و چې د روان ميلادي کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې د تير کال په پرتله د ملکي وگړو د وژنې شميره کمه شوې ده.

د ملکي وگړو د وژنو ډيره برخه د ملگرو ملتونو په وينا د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله ليدل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .