ايساف لسګونه بهرنيان په اداري فساد محکوم کړي

د خپريدو وخت: 11:26 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391
ايساف

د شفافيت ګډ ځواک وايي د هغو ۳۰ ميليارده ډالرو قرارداونه څېړی چې له ۱۵۰۰ افغان او بهرنيو شرکتونو سره شوي.

په افغانستان میشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، په تیرو دوو کلونو کې يې لسګونه بهرنیان په اداري فساد کې په لاس لرلو محکوم کړي دي.

ایساف د دغو کسانو د هویت او داچې په کوم ځای کې محکوم شوي څه ونه ویل، خو ویې ویل د نړیوالو او افغاني شرکتونو د پوځي قراردادونه کلکه څارنه کوي.

ایساف ټینګار کوي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په دغه هیواد کې له فساد سره د ټینګې مبارزې له لارې روانې پاتې کیدای شي.

د شفافیت ګډ ځواک، نژدې دوه کاله وړاندې د ایساف په چوکاټ کې له افغان حکومت سره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د مرستې په موخه رامنځ ته شو.

د امریکا او برتانیا په ګډون لس هیوادونه د دغه ځواک ګډونوال دي.

د ایساف چارواکي، اداري فساد په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره لوی ګواښ ګڼي او وايي په دې برخه کې له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

"د ایساف د شفافیت په اداره کې زموږ دنده د بوديجې پر مصرف څارنه کول دي، ځکه موږ په دې پوهیدلي یو چې په تیرو کلونو د دغو پيسو په لګښت کې ځینې ستونزې وې. نو له همدې امله موږ د هغو ۳۰ ملیارده ډالرو قراردادنو په اړه، چې له ۱۵۰۰ افغاني او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي، پلټنه کوو."

ريکي واډيل

د ایساف په چوکاټ کې د شفافیت د ګډ ځواک یو قومندان، جنرال ریکي واډیل وويل د دغو ځواکونو د کار له پیل راهیسې یې لسګونه بهرنیان د اداري فساد په تور تر قانوني څار لاندې دي:

"د ایساف د شفافیت په اداره کې زموږ دنده د بوديجې پر مصرف څارنه کول دي، ځکه موږ په دې پوهیدلي یوو چې په تیرو کلونو د دغو پيسو په لګښت کې ځینې ستونزې وې. نو له همدې امله موږ د هغو ۳۰ ملیارده ډالرو قراردادنو په اړه، چې له ۱۵۰۰ افغاني او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي، پلټنه کوو."

ښاغلی واډيل وايي د دغو پلټنو په پایله کې د سلو شرکتونو فعالیت لغوه شوی او د امریکایانو په ګډون لسګونه نور بهرنیان د دې ډول پیښو په تړاو مجرم پيژندل شوي دي.

د آیساف چارواکي په تېرو دوو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځینو افغاني ادارو کارونه ستايي او وايي، په دې برخه کې د کورنیو چارو په وزارت کې د نشه يي توکو د کشف ادارې له خوا د ځینو قاچاق وړونکو د نیولو هلې ځلې د یادولو وړ دي.

په ایساف کې د فساد پروړاندې د مبارزې اداره وايي، پراخ اداري فساد په افغانستان کې د ۳۰ کلنې جګړې یو مهم لامل دی، خو وايي تمه لري له افغان حکومت سره د یوې پراخې تګلارې په مرسته د اداري فساد جرړې غوڅې کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .