کرزی: پر افغانستان د بريدونو دوام د پاکستان په خېر نه دی

د خپريدو وخت: 08:16 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391
کرزی زرداري

حامد کرزي پاکستاني چارواکو ته ويلي چې توغندويي بريدونو د پاکستان پر وړاندې د افغانانو احساسات راپارولي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستاني چارواکو ته په زغرده ويلي چې د افغانستان پر خاوره د توغندويي بريدونو دوام د پاکستان په خېر نه دی.

ولسمشر حامد کرزي له اسلام اباد نه په کلکه وغوښتل چې دا ډول بريدونه په سملاسي ډول ودروي.

ولسمشر کرزي دغه غوښتنه په مکه مکرمه کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې ده.

له ارګ نه په خپره شوې ویناپاڼه کې ويل شوي، افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستاني چارواکو ته ويلي چې دغې مسالې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو احساسات راپارولي دي.

په وينا پاڼه کې دغه راز ويل شوي ولسمشر کرزي، اصف علي زرداري ته ويلي چې د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوستۍ هم منفي اغېز کړی دی.

اوس دواړو ولسمشرانو د ډېورنډ کرښې ته د ګډ نظامي پلاوي د استولو پرېکړه کړې، چې د وروستيو بريدونو په تړاو د هر اړخېزې څېړنې لپاره له سيمې لېدنه وکړي.

پاکستان هم افغان لوري ته له خپله لوري په سرحدي سيمو کې د ستونزو په تړاو اندېښنه په ډاګه کړې ده.

وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي وو چې له افغانستان نه تندلاري پاکستان ته اوړي د پاکستان پر ملکي او پوځي تاسيساتو بريدونه کوي.

خو د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې حکومت به يې ډېر ژر دغه موضوع له افغان امنيتي چارواکو سره وڅېړي.

د افغانستان په ختيځ د پاکستان له خاورې د توغندويي بريدونو له امله د افغانستان ولسی جرګې د دغه هېواد د دفاع او کورنيو چارو وزيران بې صلاحيته کړل.

پر پوله نښته

له تېرو څو مياشتو راهيسې په پر له پسې ډول د پاکستان له خاورې پر افغانستان توغوندي توغول کېږي.

پرون افغان چارواکو وويل د افغانستان سرحدي ځواکونو تېره شپه ( سه شنبه، اګست ۱۴) له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې ده.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي وايي دغه نښته سهار وختي درې بجې پيل او کابو درې ساعته يې دوام وکړ.

تر اوسه د دغې نښتې د پيلېدو کره لامل نه دی معلوم.

خو افغان چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو په سرحدي سيمه دانګام کې د افغان سرحدي ځواکونو په يوه کاروان ډزې کړي او افغان ځواکونو يې ځواب ورکړی دی.

دانګام د افغانستان د کونړ ولايت پورې تړلې ولسوالي ده چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د دانګام ولسوالي په تېرو شپږ مياشتو کې په پر له پسې ډول د توغندويي بريدونو شاهده ده، چې ويل کېږي د پاکستان له خاورې توغول کېږي.

يوه افغان چارواکي بي بي سي ته وويل د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ نښته کې يو افغان سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

خو يوې بلې سرچينې وويل دغه سرتېري د جګړې له امله نه، بلکې هغه مهال چې جګړې ته روان وو، د موټر د ټکر کېدو له امله وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .