طالب مشر د افغانانو گډ حکومت وغوښت

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

ملا عمر زياتوي د خبرو اترو مقصد د زندانينو تبادله او د يو سياسي دفتر پرانيستل وو.

ملا محمدعمر چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د واک له ړنگېدو راهيسې پټ دى د کمکي اختر په مناسبت خپله وينا د پښتو ، فارسي او اردو په گډون په پنځو ژبو جاري کړې ده.

په وينا کې د طالبانو د بريدونو او دوى ته د لار ښودنو ، د بهرنۍ تگلارې، د بشري حقونو او په عربي نړۍ کې د ولسي پاڅونونو ذکر شوى دى.

ملا عمر چې افغان حکومت ادعا کوي په گاونډي هېواد پاکستان کې پټ دی، دعوه کوي چې افغان او نړيوالو ځواکونو ته منظم گزار ورکوي او دا چې د هغه په وينا د طالبانو عمليات د هېواد لېرو او نژدو سيمو ته لمن پراخه کړې ده.

دغه ډول ملا عمر وايي چې د يو سنجول شوي پلان ترمخه دوى د امنيتي ځواکونو ليکو ته ننوتلي او پر ناټو او ملگرو يې حملې کوي.

خپله ناټو په تېرو وختونو کې د طالبانو دغه ډول بريدونه ځانگړې پېښې بللي او ويلي يې دي چې په افغانستان کې به د دوى په ماموريت هېڅ اغېز ونه کړي.

په دغه پېښو کې تر اوسه نژدې ۳۶ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

ظاهرآ د طالبانو تر منځ د داخلي اختلافاتو او او وېرو له منځه وړلو په موخه ملا عمر په خپل تفصيلي پېغام کې پر طالبانو ټينگار کوي چې د يو بل په چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

بل اړخ ته خپلو پلويانو ته هم په گوته کوي چې له امريکا سره د لومړنېو خبرو اترو مانا نه ټيټيدل اونه هم د خپلو اهدافو نه پر شا کېدل دي.

دغه خبرې اترې اوس ځنډېدلي دي.

ملا عمر زياتوي د خبرو اترو مقصد د زندانينو تبادله او د يو سياسي دفتر پرانيستل وو.

ملا عمر په پېغام کې ويلي دي د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو له افغانستان نه تر وتلو وروسته د واک د وېش پر سر له نورو افغان ډلو سره د يو تفاهم رامنځ ته کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

ملا عمر وايي د طالبانو حکومت به ښځو ته د اسلامي اصولو ، ملي گټو او د هېواد د کلتور په چوکاټ کې د دوى حقونه ورکوي.

طالبانو د ١٩٩٦نه تر ٢٠٠١کال پورې د خپل واک پر مهال د نجونو په تعليم بنديز لگولى و او په کور دننه او بهر ، له ښځو سره د ناوړه چلند له کبله سختو نيوکو سره مخامخ وو.

د طالبانو مشر په خپل پېغام کې د عربي نړۍ په بدلونونو خوښي څرگنده کړې او د برما د مسلمانانو سره په ادعا شوې زور زياتي يې خواشيني ښودلې ده.

په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو مرستندويو ځواکونو يا ايساف د مشر له خوا د ملا عمر پر اعلامې غبرگون ښوول شوى او دا يې د طالب مشر د پخوانیو خبرو تکرار بللى دى.

له کابل نه په يوه جاري شوې وېنا کې ڼاتو د ملا عمر په کړنو کلکې نيوکې کړي او ادعا کوي چې يوازې په ٢٠١٢ کال کې د ملا عمر پلويانو په سلگونو بې گناه افغانان وژلي دي.

د ايساف مشر د ملا عمر له لورې د ماشومانو د زدکړې په اړه وينا د خندا وړ بللې او استدلال کوي چې د دۀ په وينا طالب اورپکو د ماشومانو ډېر ښونځي سوځولي دي چې افغان حکومت او نړيوالو جوړ کړي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .