شاوخوا ۵۰۰ زابلیانو ته کار پیدا شو

د خپريدو وخت: 16:47 گرینویچ - جمعه 17 اگست 2012 - 27 زمری 1391

داسې بريښي چې په زابل ولايت کې د بيا رغاونې کارونه د پخوا په پرتله مخ په ښه کېدو دي.

افغان حکومت د زابل ولايت په مرکز کلات کې د بيا رغاونې يو شمېر داسې پروژې پيل کړي چې وار له مخه ورسره ۴۵۰ بې روزگارو وگړو ته د څلورو مياشتو لپاره کار روزگار پيدا شوی.

د کلات ښاروال سيد احمد ساپي وويل د دغو پروژو په ترڅ کې به نژدې ۸۰۰۰ متره مربع د سړک د غاړو پلې لارې جوړې شي.

همدا راز به ۳۲۰۰ چرۍ وويستل شي او ۲۰ پلچکونه به جوړ شي.

اړوند چارواکي وايي د دغه راز پروژو له کبله به له يوې خوا ښار ښکلى شي او بله غاړه به بې روزگاره وگړي د کار په موندلو سره د وسله والو مخالفانو په ليکو کې له گډونه را وگرځي.

داسې بريښي چې په زابل ولايت کې د بيا رغاونې کارونه د پخوا په پرتله مخ په ښه کېدو دي.

پخوا د زابل د مرکزي ښار کلات اوسېدونکو سرټکونه کوله چې د ښار څېره د ښار په څېر نه بريښي. سړکونه يې کنډ کپر دي، پلې لارې او پياده روونه يې ويجاړ و چې په باران کې به خټې او په شين اسمان به خاورې او گردونه ورسره تړلي وو.

خو ښايي اوس د ياد شوي ښار اوسېدونکي يو څه خوښ وي چې د ښار بڼه يې ښکلې کيږي او اسانتياوې ورته برابريږي.

د کلات ښاروال سيد احمد ساپي د پروژې د بنسټ د ډبرې تر ايښودو وروسته وويل چې په دې ترڅ کې به زرگونه متره مربع پل لارې يانې پياده روونه جوړ شي.

دی وايي سر بېره پر دې به د چريو د ويستل او د پلچکونو جوړول هم د دغې پروژې برخه وي.

اړوند چارواکي وايي که دغه پروژه له يوې لوري، ښار ښکلى کوي اواسانتياوې رامنځ ته کوي نو بله ډډه په کې د کلات ۴۵۰ بې روزگاره کسانو ته د څلورو مياشتو لپاره کار پيدا کيږي.

د زابل د ولايتي شورا مشر عزيز الله توخي وويل دا چاره به د ياد شوي ښار پر امنيت هم گټور اغېز وکړي.

د نوموړي په وينا که زابليانو ته کار پيدا شي نو د حکومت د وسله والو مخالفانو ليکو ته نه ورځي.

دا پروژه داسې مهال پېليږي چې ترې ايله څو ورځې مخکې په کلات ښار کې د ۶۰۰۰۰ ډالرو په لگښت يو سمبال حلالتون يانې مسلخ گټې ته وسپارل شو.

د زابل ولايت چارواکي وايي يوازې کلات نه دى بلکې د دغه ولايت په ښار صفا او شاه جوى سيمو کې هم د بيا رغاونې يو شمېر پروژې يې پيل کړي دي.

چارواکي وايي پر دې پروژو بسنه نه کوي او په پام کې لري چې د بيا رغاونې نورې ورته پروژې هم پيل کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .