م.م د افغانانو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده

د خپريدو وخت: 11:09 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د نیمروز په زرنج ښار کې د همهاله بریدونو له امله ۵۸ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تاو تریخوالي او تشدد هغه لړۍ په کلکه غندلې، چې تېره اوونۍ په کې تر لسو زیات کسان ووژل شول او تر سلو تنو پورې نور پکې ټپیان شول.

د امنیت شورا غړو غوښتنه کړې، چې باید د دغه ډول بریدونو پلان جوړوونکي او تمویلوونکي کسان محاکمه شي.

د شورا غړو دغه راز ملکي خلکو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په نیویارک کې د ملګرو ملتو د سازمان په مرکز کې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې هغه بریدونه په سخته وغندل شول، چې تېره اونۍ په نیمروز او کندز ولایتونو کې وشول.

د نیمروز په زرنج ښار کې د همهاله بریدونو له امله ۵۸ تنو ژوند له لاسه ورکړ. بل لور ته د کندز په بمي چاونه کې ۲۲ تنه ملکي کسان ووژل شول او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي شول.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خواخوژي څرګنده کړه او وې ویل چې د دې بریدونو پلان کوونکي او هغه کسان، چې برید کونکو ته يې مالي مرستې ورکړې دي، باید ژر تر ژره محاکمه شي.

دې شورا دغه راز له نړیوالي ټولني څخه وغوښتل، چې باید د خپل مسوولیت له مخې په دې لړ کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.

د شورا په غونډه کې د هغو ګواشونو په اړه هم اندېشنه څرګنده کړه، چې د دوﺉ په وینا د وسله والو طالبانو، القاعده او یو شمېر غیر قانوني وسله والو ډلو د شتون له امله ورسره ملکي وګړي، افغان او نړیوال ځواکونه او مرستندویه کارکونکي مخامخ دي.

د امنیت شورا وايي ترویرزم په هر شکل او بڼه یو جنایت بلل کیږي او باید هیڅ ډول تروریستي عمل په افغانستان کې د سولي د لارې خنډ نه شي.

په دا وروستیو کې د ملګرو ملتو سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي و، چې په افغانستان کې ملکي تلفات لژ شوي دي.

په هغه رپوټ کې یادونه شوې وه، چې د اتیا سلنه ملکي تلفاتو مسوول وسله وال طالبان دي، چې د یو شمېر ځانوژونکو بریدونو او ماینونو خښولو مسوولیت پر غاړه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .