په خوست کې ولې ډول مخ په غلې کېدو دى؟

د خپريدو وخت: 16:37 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پر یادو شیانو د هیواد په کچه بندیزونه پلي شول خو د دوی له تلو وروسته یې بې ساری زور واخېست.

د ورڅېرمه ولایتونو د اوسیدونکو په پرتله خوستیان شوخ او شوقیان بلل کیږي، د دوی په اړه ویل کیږي چې نژدې هره خوښي یې د ډول له غږ سره په اتڼونو لمانځلې ده.

د دوی ځوانانو د خوښۍ په ځانګړو ورځو کې دغه کار تل په ډله ییز ډول کړی دی.

په دې سیمه کې د ډول غږ یوازې د خوښیو تر مراسمو پورې محدود نه وو بلکې د کلیوالي چیغې ، حشر او نورو خبرتیاو پر مهال هم د خلکو د هڅولو او د پام راړولو په موخه اورول کېده.

خو وروستیو څو دېرش کلنو جګړو، د دیني عالمانو تبلیغ او روان تاوتریخوالي ورو ورو د ډول او د موسیقۍ د نورو الاتو غږونه د ورکېدو تر کچې ټیټ کړل.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پر یادو شیانو د هیواد په کچه بندیزونه پلي شول خو د دوی له تلو وروسته یې بې ساری زور واخېست.

د نورو ورځو ترڅنګ به خوستیو ځوانانو په اخترونو کې هم د موسیقۍ داسې ځانګړي مجلسونه یا کنسرتونه جوړول چې زرګونه ځوانانو به په کې ګډون کاوه خو په تېرو لسو کلونو کې چې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې د دوی د وسله والو مخالفینو مقاومت کال په کال پراخ شو، نو موسیقي غږوونکي او شوقیان یې هم ورځ تربلې تر فشار لاندې را وستل او د ځانګړو مجلسونو جوړول یې د نشت کچې ته رانژدې کړل.

د وېرې او وهم دغه لړۍ په نوبت سره له ناامنه کلیوالي سیمو څخه راپیل شوه خو اوس یې لمن د ولایتونو ترمرکزي ښارونو هم را رسېدلې ده.

ډول

په خوست کې داسې ولسوالي هم شته چې د وسله والو طالبانو د نفوذ له امله په کې موټر چلوونکي په موټرونو کې موسیقي له ډاره نه شي اورېدی.

د هېواد د یو شمېر نورو سیمو په څیر په خوست ښار کې هم د کسټونو او سي ډیو مرکزونه او هغه دوکانونه چې د کمپیوټرونو په واسطه یې ټلي فونونو ته سندرې لېږلې په څو ځله په بمونو الوزول شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې ځوانانو د پخوا په شان په عام ډول په اخترونو کې د موسیقۍ او اتڼونو میلې نه دي جوړې کړي او اټکل دا دی چې په دغه کوچني اختر کې به هم څوک دې کار ته په ډله ییز ډول زړه ښه نه کړي.

که څه هم د وسله والو طالبانو ویاندویان د موسیقۍ پرمحفلونو د بریدونو څرګند او رسمي ګواښونه نه کوي خو په سیمه کې خوله په خوله تبلیغ دا دی چې د دې او ورته کارونو پر ضد په شپو پاڼو کې ګواښ کوونکي د دوی کسان دي ځکه چې موسیقي په بنسټیز ډول د طالبانو په پالیسۍ کې ځای نه لري.

که څه هم د خوست ځايي چارواکي د ځايي رسنیو له لارې ولسونو ته د کلک امنیت ډاډ ورکوي خو ډېر خلک پرې باور ځکه نه کوي چې په تېر کې د موسیقۍ او د هګیو جنګولو پر مراسمو د لاسي بمونو غلچکي بریدونه شوي دي، د مجلس ګډونوالو او هګۍ جنګوونکو، پلورونکو او سیلانیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سیمه وال په دې باور دي چې امنیتي ځواکونه ښايي په دې ونه توانیږي چې د خپلو مخالفینو د هغو بریدونو مخه ونیسي چې ډول ډول تکتیکونه په کې کارول کیږي.

د ټولنیز وضعیت څارونکي وايي چې د یادو کړنو پرمهال وېره ښايي تر يو ځایه وهم وي خو تر ډېره بیا یو عیني واقعیت هم دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .