کرزي طالبان وننگول چې د ځانمرگو بريدونو بخښنه وغواړي

د خپريدو وخت: 08:29 گرینویچ - 19 اگست 2012 - 29 زمری 1391

افغان ولسمشر به په تېرو کلونو کې د ورته ورځو په ترڅ کې پر مخالفينو د سولې له بهير سره د يوځاى کېدو غږ او د ورور خطاب کاوه، خو دا ځل يې داسې کومه خبره ونه کړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي د تېرې مياشتې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو عاملين د خداى او د هغه د مخلوق دښمنان وبلل.

ولسمشر کرزي د کمکي اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې هيله وکړ چې "د نېکمرغه کوچني اختر په برکت دې لوی خدای د افغانستان خلکو ته تلپاتې سوله او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې له سوکالۍ څخه ډک ژوند په نصيب او له موجودو ستونزو او کړاوونو څخه دې، لوی خدای هغوی ژر تر ژره خلاص کړي".

ښاغلي حامد کرزي وويل:

"سږ کال بيا هم له پخوا څخه په ډېره پيمانه د اسلام دښمنانو د اسلام په نامه، د طالب په نامه، په روژه کې ډېر ظلم وکړ، په جوماتونو کې يې ځانمرګي بريدونه وکړل او د مسلمان اولادونه يې د خوارۍ او کار په وخت کې، روژه په خوله شهيدان کړل".

ولسمشر د نيمروز، ننګرهار، خوست، کندوز او نورو ولايتونو، چې په روژه کې په کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې وشوې، يادونه وکړه او ويې ويل:


"هغو کسانو چې دا ظلم کړى، بې له شکه يې له خداى سره دښمني کړې او د الله له مخلوق سره يې هم دښمني کړې ده".

په دغو او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له امله له ٧٠ زيات کسان ووژل شول او له ٢٠٠ څخه زيات ټپيان شول.

ولسمشر کرزي وويل هغو کسانو چې دا کار کړى، خپل اخرت يې خراب کړ او په دنيا کې به هم د دوى دغه کړنې د ولس له ياده ونه وځي.

د وسلوالو طالبانو مشرانو ته په خطاب کې ولسمشر وويل:

"که تاسو دا ظلم کړى وي، موږ څه نه وايو، ملت ته به ځواب ورکړ‌ئ. که تاسو نه يئ، نو ووايئ او که ياستئ، بخښنه وغواړئ".

افغان ولسمشر به په تېرو کلونو کې د ورته ورځو په ترڅ کې پر مخالفينو د سولې له بهير سره د يوځاى کېدو غږ او د ورور خطاب کاوه، خو دا ځل يې داسې کومه خبره ونه کړه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو شويو ځانمرګو بريدونو او چادونو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى او د دوى مشر ملا محمد عمر خپلو وسلوالو ته سپارښتنه هم کړې، چې د جګړې پر مهال دې د عامو خلکو سر او مال ته زيان نه رسوي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د نيمروز په ځانمرگو بريدونو کې د ايرانيانو د نيولو خبر ورکړى و چې ايراني چارواکو په کې مخامخ لاس لرل رد کړل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .