پر ناټو سرتېرو بریدونو مخنيوي لپاره باید تګلاره جوړه شي

د خپريدو وخت: 16:22 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

جنرال ډیمپسي په وینا دغه ډول پېښو سره له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش کې هېڅ بدلون نه راځي

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین ډېمپسي چې کابل ته راغلی د افغان ځواکونو لخوا پرناټو سرتیرو د بریدونو پرسر له افغان چارواکو سره د خبرې کړي دي.

د رپوټونو له مخې په روان زېږدیز کال کې شا وخوا ۴۰ نړېوال سرتېري د افغان ځواکونو یا هم د هغوی په جامو کې د وسله والو کسانو لخوا وژل شوي دي.

ښاغلي ډېمپسي له افغان لوړپوړو پوځي چارواکو سره په غونډه کې ټینګار کړی چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید تګلاره جوړه شي او په ګډه دې په دې اړه کار وشي.

طالبان ادعا کوي چې د افغانستان پوځ په لیکو کې يې خپل کسان د دې لپاره ګومارلي چې په نړیوالو ځواکونو بریدونه وکړي. خو د افغان او نړیوالو ځواکونو چارواکي دغه ادعاوی بې ځایه ګني.

ایساف هم دا پېښې تر ډیره شخصي ګني. د ایساف ځواکونو ویاند وايي په روان کال کې نېږدې ۲۶ داسې پېښې تر سره شوې دي.

د افغان ځواکونو لخوا د بهرنیو سرتېرو د وژنې وروستۍ پېښه د اختر په ورځ (یکشنبه ۱۹م د اګست) په سپین بولدک کې وشوه چې یو سرتېری په کې ووژل شو. یوازې په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا لس دا ډول بریدونه شوي دي.

افغان چاروکي ټنګار کوي چې دوی به دغه ډول پېښې په جدي توګه څاري. د دوی په وینا دغه ډول پېښې به د دواړو غاړو په اړیکو هيڅ ډول بده اغېزه ونه کړي.

افغان امنیتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو له خوا پربهرنیو ځواکونو بریدونه د شخصي عقدو، ناروغیو او ځینو نورو شخصي لاملونو له مخې کېږي.

پر دا ډول بریدونو د امریکا د دفاع وزیر هم ژوره اندیښنه ښودلې او د مخنیوي غوښتنه یې کړې.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي وايي د دغه ډول پېښو د مخینوي لپاره له نړیوالو ځواکونو سره د لوړې او ټیټې کچې کمیسیونونونه جوړوي.

ښاغلي کریمي چې د امریکا د ګډو ځواکونو له لوی درستیز جنرال مارتین ډېمپسي سره په همدې اړه غونډه درلوده وویل دغه ډول پېښې د دواړو لورو تر منځ باور ژور اغېز نه شي کولی.

نوموړي زیاته کړه دوی کلک تدابېر نیولي چې په باور یې په راتلونکي کې به دا ډول پېښې ډیرې کمې کړي.

د امریکا دغه لوړ پوړي پوځي چارواکي د یادې موضوع پرسر د بحث لپاره د افغان چارواکو ترڅنګ د ناټو او آیساف ځواکونو له قوماندانانو سره هم وکتل.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وړمه ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر دا ډول بریدونو ژوره اندیښنه وښوده او د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

جنرال ډیمپسي کابل ته تر روانېدو مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې له یادو بریدونو سره سره به تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش کې هیڅ بدلون نه راځي.

امریکا او یو شمېر بهرنېو هېوادونو له افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال وروسته د مرستو ټټر هم وهلی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .