هرات کې ملایانو د شفیق مرید کنسرت لغوه کړ

د خپريدو وخت: 06:35 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391
شفیق مرید

شفیق مرید هغه تنکی افغان سندرغاړی دی، چې پښتو او دري دواړو سندرې وايي، او په ډېر لږ وخت کې یې خواږه غږ مینه وال موندلي دی.

په پام کې وه، چې د کوچني اختر پر درېیمه ورځ د افغانستان په لوېديځ هرات ولایت کې د سندرغاړي شفیق مرید سندریزه مېله جوړه شي، خو یوه مذهبي مشر یې مخه ونیوله.

د شفیق مرید کنسرت وروسته تر هغه لغوه شوه، چې د مجیب الرحمن په نامه د یوه روحاني مشر په ګډون ځینو ملایانو په هرات کې ددا ډول کنسرتونو جوړول د بد اخلاقۍ او فحشا خپرولو سبب وباله.

دوی له خلکو وغوښتل چې دا ډول سندریزو مېلو ته ورنه شي او د جوړېدو مخه یې ونیسي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ملایانو له نیوکو وروسته ددوی پلویانو د شفیق مرید د کنسرت د لغوه کېدو لپاره راغونډ شوي وو.

ښاغلي مرید ویلي چې د خپل ځان، خلکو او په ځانګړې توګه د هرات له خلکو بښنه غواړي.

نوموړي دا هم ویلي که چېرې د خپل ځان غم ورسره وای، دا کنسرت به یې ارو مرو جوړ کړی وای، خو زیاتوي چې ګڼو خلکو یې د کنسرت د مخنیوي لپاره راوتلي وو.

شفیق مرید پر یوټیوب وېبپاڼې په یوه لنډ پیغام کې له خپلو مینه بښنه غوښتې ده، او زیاتوي چې دا کنسرت به راتلونکی کوم بل وخت هرات ښار کې جوړ کړي.

دغه افغان سندرغاړی وايي، چې دغه کنسرت ته یې د "یوه موسکا" نوم ورکړی و، او غوښتل یې چې موسکا هراتیانو ته ډالۍ کړي، او غواړي چې د هرات ښځو، ماشومانو لپاره یوه ملي سندره ووايي، خو داسې ونه شول.

د خواله رسنیو پر وېبپاڼو ددغه کنسرت د لغوه کېدو په تړاو بېلابېل نظرونه خپاره شوي دي.

د شفیق مرید پلویانو هغه د اسلامي، اخلاقي، کلتوري او افغاني دود ټینګ پلوی بللی، او وايي چې ګڼې سندرې یې ملي او له هېواد سره د مینې بڼه لري.

شفیق مرید هغه تنکی افغان سندرغاړی دی، چې پښتو او دري دواړو سندرې وايي، او په ډېر لږ وخت کې یې خواږه غږ مینه وال موندلي دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .