طالبانو بګرام کې د امریکا د لوی درستیز الوتکه ویشتلې

د خپريدو وخت: 08:22 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391
جنرال ډيمپسي

ناټو وايي جنرال ډيمپسي د برید پرمهال بګرام کې نه وو.

په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د امریکا ګډو ځواکونو د لوی درستیز مارټین ډیمپسي د سپرلۍ پوځي الوتکه په بګرام هوايي اډه کې ظاهراً په توغندي او یاهم د هاوان په مرمۍ ویشتل شوې ده.

ایساف وايي، د دغې پېښې د رامنځ ته کېدو پرمهال ښاغلي ډیمپسې په الوتکه کې نه وو.

په کابل د ایساف ځواکونو یوه ویاند جګړن مارټین بي بي سي ته وویل، چې تېره شپه وسله والو پر بګرام هوايي اډې دوه توغندې توغولي، چې یو یې پر هغې پوځي الوتکې لګېدلی، چې ښاغلی ډیمپسي په کې بګرام ته تللی وو.

د ایساف دغه ویاند دارنګه وویل، چې په پېښه کې دوه تنه سرسري ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي مارټین وايي، وسله وال کله نا کله دغه ډول توغندي پر بګرام هوايي اډې توغوي او وايي دا کومه نوې خبره نه ده.

د ده په وینا د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډیمپسې به بله الوتکه کې له بګرام هوايي ډګره تېره شپه تللی دی:

''دا تاییدولی شم چې تېره شپه دوه توغندي پر بګرام هوايي اډې په ناڅاپي توګه توغول شوي دي. برید د راکټ یا هاوان په مټ شوی، خو د مرمۍ د نوعیت په اړه دقیق معلومات نه لرم، خو ویلی شم چې غیر مستقیم برید شوی. په بله وینا، داسې نه دي شوي چې یو وسله وال دې راغلی وي او د ډګر په منځ کې دې یوه مخصوصه الوتکه، یوځانګړی کس یا یوه ځانګړې ودانۍ په نښه کړي. دا ډول بریدونه په بګرام هوايي اډه او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې په پرله پسې توګه ترسره کېږي، په دې برید کې د جنرال ډیمپسي الوتکه زیانمنه شوې ده، خو هغه له افغانستانه وتلی دی.''

د ایساف د ځواکونو دغه ویاند وايي، وسله وال بګرام هوايي ډګر ته نژدې نه شي تللی، چې له نژدې نه هدفونه په نښه کړي، خو وايي وسله وال له لرې ځاینو کله نا کله دغه ډول هوانونه او یاهم د راکټور توغندي پردغه هوايي ډګر توغوي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده، او د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته وویل چې برید دا توغندیز برید د کره معلوماتو پربنسټ شوی دی.

"وسله وال کله نا کله دغه ډول توغندي پر بګرام هوايي اډې توغوي او وايي دا کومه نوې خبره نه ده."

جګړن ماټین

نوموړي په برید کې امریکايي ځواکونو ته د درانه زیان رسولو ادعا هم کړې ده، خو دا ادعا تر اوسه کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې.

ښاغلی ډېمپسي د اختر پر دویمه کابل ته تللی و، او د افغان ځواکونو لخوا پرناټو سرتېرو د بریدونو پرسر یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې دې.

د رپوټونو له مخې په روان زېږدیز کال کې شاوخوا ۴۰ نړېوال سرتېري د افغان ځواکونو یا هم د هغوی په جامو کې د وسله والو کسانو لخوا وژل شوي دي.

ښاغلي ډېمپسي له افغان لوړپوړو پوځي چارواکو سره په غونډه کې ټینګار کړی چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید تګلاره جوړه شي او په ګډه دې په دې اړه کار وشي.

طالبان ادعا کوي چې د افغانستان پوځ په لیکو کې يې خپل کسان د دې لپاره ګومارلي چې په نړیوالو ځواکونو بریدونه وکړي. خو د افغان او نړیوالو ځواکونو چارواکي دغه ادعاوی بې ځایه ګني.

جنرال ډیمپسي کابل ته تر روانېدو مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې له یادو بریدونو سره سره به تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش کې هیڅ بدلون نه راځي.

امریکا او یو شمېر بهرنېو هېوادونو له افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال وروسته د مرستو ټټر هم وهلی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .